د انسان او طبيعت د ګډ ژوند ټولنه دې جوړه شي
CRI2021-04-29 16:57:23
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو ورځې مخکې د اقليم په اړه سرمشريزه غونډه کې انلاين ګډون کړی و او ( د انسان او طبيعت د ګډ ژوند ټولنې د جوړولو) تر عنوان لاندې يې يوه وينا وکړه.

د چاپيريال ساتنې په باره کې د افغانستان د پژواک خبري اژانس خبريال عبدالباسط  کړوخیل د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې خبريالې ته ويلي، زه په ياده غونډه کې د شي جين پينګ له دريځ او نظريې سره موافق يمه. هغه وويل، زه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ نه ډېره مننه کوم چې د چاپيريال ساتنې لپاره پر زرغون پرمختګ، پر څواړخيز او د ګډې خو مختلفې دندې پر اصولو يې ټينګار کړی او پر دې بنسټ بايد د انسان او طبيعت د ګډ ژوند ټولنه جوړه کړو. د نړيوالې ادارې پر وړاندې بې ساري ستونزې موجودې دي، نو نړيواله ټولنه بايد په بې ساري ټينګ هوډ او زيارونو سره د اقليمي بدلون ضد مبارزه وکړي.

د شي جين پينګ په وينا کې د انسانانو او طبيعت تر منځ د اړيکو د نظريې په هکله ويلي، اقليمي بدلون د انسان ژوند او پرمختګ ته سختې ننګونې اړولې او نړيواله ټولنه بايد د انسان او طبيعت د ګډ ژوند ټولنه جوړه کړي. مونږ لومړی بايد د انسان او طبعیت ترمنځ د ګډ ژوند پر هوسا او ارام چاپيريال رامنځته کېدو ټينګار وکړو، څرنګه چې طبيعت انسان روزي او تربيه کوي يې، نو انسان بايد د طبعيت درناوی او ساتنه وکړي.

عبدالباسط  کړوخیل وويل، زما په اند، د ځمکې د اقلیم ګرمېدل اوسمهال په نړۍ کې یوه لویه ستونزه ده، چې په طبیعت، ژوندیو موجوداتو او د ژوند په هره برخه یې خپلې ناوړه اغېزې غورځولې او په یو ډول نه یو ډول ټول زیانمنوي، دا ځل مې په دې خبرو کې د اقلیم د بدلونونو او د هغه د ناوړه اغېزو په اړه ځینې مهمې کرښې کښلې دي، هيله ده چې تر زیاتې کچې مو په عامه پوهاوي کې مرسته وکړي.

نوموړي زياته کړه، د چاپېريال ساتنې او د اقتصاد پرمختګ، د روزګار هڅولو او د بېوزلۍ له منځه وړلو ترمنځ ښې اړيکې جوړې کړو، څو د زرغون پرمختګ په بهير کې د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسول شي. له دې سره سره چې د اقلیم بدلون یو نړیوال بحث دی خو ورته پام د هر دولت کار دی.د اقلیمی بدلون په شتون کې نه یوازې اورښت او اوبه کمیږی بلکې پیښې هم ډیریږی. دغه کار د سیلاونو راوتلو، توپانونو د لګیدو، خوراکي خوندیتوب د نشتوالي او هم د روغتیا برخې ته د نه پام لامل کیږي.

که چیری ټول دولتونه په دې برخه کې فعاله ونډه واخلې نو زه باور لرم چې دا ستونزه به ژر حل شي.