افغانان پر دې انديښمن دي چې دغه هېواد به يو ځل بيا د جګړې کندې ته ولويږي
cri2021-05-03 11:19:22
شريکول:

د امريکا او د ناټو ځواکونو د مې له لومړۍ نيټې څخه په رسمي توګه له افغانستان څخه د خپلو سرتيرو ايستل پيل کړي او پلان لري چې د سپتمبر تر يوولسمې نيټې پورې به دغه کار تر سره کړي. خو له دې هېواد څخه د دغو ځواکونو په وتلو سره د افغانستان په دننه کې بريدونه ډېر شوي او امنيتي وضعيت هم خراب شوی دی. له افغانستان سره د م م مرستندويه ډلې په اپريل کې يو تازه راپور خپور کړ چې له مخې يې د روان کال په لومړۍ ربعه کې ۵۷۳ تنه ملکيان وژل شوي او ۱۲۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي. دغه راز د تلفاتو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۲۹ زيات شوی دی چې په دې جمله کې د ښځو او ماشومانو د تلفاتو شمېر په جلا جلا توګه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۷ سلنه او ۲۳ سلنه زياته شوې.

افغان چارواکو ويلي چې په دې وروستيو ورځو کې د طالبانو بريدونه زيات شوي دي. د اپريل د دېرشمې نيټې په شپه د افغانستان په ختیځ لوګر ولايت کې د موټربم چاودنې له امله څه باندې دېرش تنه وژل شوي او څه نا څه اويا تنه نور ټپيان شوي دي. د دې ولايت يوه چارواکي ويلي چې طالبانو ياد بريد تر سره کړی دی.

د افغانستان د طلوع خبري ويبپاڼې د خبر له مخې د اپريل په څوارلسمه نېټه له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د ايستلو له پيل راهيسې پر ياد بريد سربيره طالبانو په نورو ۲۴ ولايتونو کې څو بريدونه کړي چې له امله يې لږ تر لږه ۲۲۶ تنو ملکيانو او سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دې هېواد د سولې عالي شورا رئيس عبدالله عبدالله د مې په لومړي نيټه وويل چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو له کبله به دغه هېواد له سترې ننګونې سره مخ شي. افغان سياسي مشران بايد له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې يووالی وساتي. که نه، د دغو ځواکونو تر ايستلو وروسته به په افغانستان کې سخته جګړه رامنځته شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي امنيت سلاکارحمدالله محب په همدې ورځ وويل چې طالبان به په راتلونکې کې د زور زياتي پېښې لا ډېرې کړي او هر افغان به د دوی موخه وي.

د امريکا حکومت د تېر کال په فبروري کې له طالبانو سره هوکړه کړې او ژمنه يې کړې چې د روان کال تر لومړۍ نيټې پورې به له افغانستان څخه ټول امریکايي سرتيري او د ناټو پوځ وباسي. خو د بايډن له خوا د واک تر لاسه کولو وروسته له دې هېواد څخه د امريکايي سرتيرو وتل وځنډيدل. د طالبانو وياند زبيح الله مجاهد د مې په لومړۍ نيټه په خپل ټويټر کې وليکل چې د امريکا او ناټو ځواکونو خپله ژمنه نه ده پوره کړې چې دغه کړنه له ياد تړون څخه سرغړونه ده. نو طالبان به  د امريکا او ناټو پر ځواکونو بريدونه وکړي.

که څه هم امريکا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرتو د پرمخبيولو لپاره هڅه کړې او کوي يې، خو طالبانو منفی رويه غوره کړې چې په پایله کې يادې خبرې اترې له رکود سره مخ شوې دي. د دې ترڅنګ په افغانستان کې جګړه لاهم روانه ده. د افغانستان سياسي شنونکي وايي، امکان نه لري چې له افغانستان څخه د ټولو امريکايي سرتيرو تر وتلو وروسته په دې هېواد کې سوله راشي، خو کورنۍ جګړه به سخته شي او طالبان ښايي د دې هېواد د کنترول واک بيا تر لاسه کړي.

 د يوې شمېرنې له مخې په افغانستان کې دوه اويا سلنه ملکيان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او د وزګارۍ انډول په سلو کې ۳۸ ته رسيدلی دی. په عين وخت کې شاوخوا یوولس ملیونه وګړي کډوال شوي او درې مليونه او پنځه لکو ماشومانو د زده کړې فرصتونه له لاسه ور کړي دي. په داسې حال کې چې د ترهګريزو سازمانونو ګواښ او خطر لاهم نه دي لېرې شوي او په افغانستان کې سوله نه ده رامنځته شوې، امريکا له دې هېواد څخه خپل سرتيري ايستلي چې په پايله کې به کورنۍ جګړه لا سخته شي او خلک به يې له لا زياتو ستونزو سره مخ شي. ځينو افغانانو د سينهوا اژانس له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې پر اوسني حالت انديښنه څرګنده کړې ده.

زبيخ الله نجرابي وويل چې له افغانستان څخه د امريکا او د نورو هېوادونو د ځواکونو وتل يوه غير مسؤلانه کړنه ده. ځکه چې اوس افغانستان په ډېر ستونزمن حال کې دی او امنيتي وضعيت خراب شوی او په لېرې پرتو سيمو کې امنيت نه شي تامينيدای. د دې ترڅنګ په ښارونو کې امنيتي حالت هم ښه نه دی. زما په اند امريکايي پوځ بايد په دوامداره توګه خپل حضور وساتي او خپله دنده دې په ښه توګه تر سره کړي.