تبصره: ايا امريکا به د خپل ناکام تاريخ د بيا پېښېدو مخه ونيسي ؟
cri2021-05-05 14:49:28
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن د مۍ په درېيمه نېټه په لندن کې د اوو صنعتي هېوادونو ګروپ (Group of Seven) د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ګډون کړی و. ډېرې رسنۍ پدې باور دي، چې په يادې غونډې کې د بلينکن د ګډون اصلي هدف د خپل هېواد له ملګرو سره په ګډه د چين او روسيې مخه نيول دي. دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د جوبايډن د رسېدو سل ورځې به ډېر ژر پوره شي او د دغه هېواد د ډيپلوماتيکو تګلارو تغيرات ورځ تر بلې څرګنديږي.

له يوې خوا امريکا له خپلو اروپايي ملګرو څخه غواړي، چې د چين د مخنيوي په برخه کې رول ولوبوي.  له بلې خوا دغه هېواد په نړۍ کې د ستراتېژيکو سرچېنو د بيا پيدا کولو په لټه کې ده. بلينکن څه موده مخکې په خپلو خبرو کې څرګنده کړې وه، چې امريکا غواړي خپل تمرکز له افغانستانه چين ته وګرځوي. له افغانستانه د امريکايي ځواکونو  د وروستۍ جوپې ايستنه د روانې مۍ له لومړۍ نېټې څخه پيل شوې او پدې سره د امريکا د تمرکز  د ګرځولو لړۍ هم پيل شوې ده.

داسې ښکاري، چې امريکا خپله باداري د ارام سمندر سيمې ته انتقالوي. که څه هم دغه هېواد په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د خپلې بادارۍ په نتيجه کې ماتې خوړلې، خو له دې سره سره يې بيا هم خپلو ناسمو کړنو ته د پای ټکی نه دی اېښودلی.

د امريکا مشهور فکري مرکز کارنيګي انډومنټ  (The Carnegie Endowment)  له ۲۰۲۰ کال مخکې په يو راپور کې داسې اشاره کړې، چې امريکايان بايد پدې پوه شي، چې د نورو هېوادونو او ټولنو د بدلولو لپاره کافي وړتيا نه لري. تر ټولو ښه بېلګه يې دا ده. چې امريکا شل کاله وړاندې د ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه افغانستان ته ځواکونه استولي او په دغه هېواد کې يې د امريکايي ډيموکراسۍ د پلې کولو لپاره هڅې پيل کړې دي. امريکا له بدمرغه  په افغانستان کې ۲۰ کلونه تېر کړل، خو نه يوازې په افغانستان کې يې ښه تغيرات نه دي راوستلي، بلکې د خپلې بادارۍ له امله له ډېرو زيانونو سره هم مخ شوې ده.  سي اېن اېن په يو راپورکې ليکلي، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې تر ۲۴۰۰ ډېر امريکايي سرتېري وژل شوي او په دغه هيواد کې پر جګړې ۲۲۶۰ ميليارډه امريکايي ډالره لګول شوي دي، د دې ترڅنګ د امريکا اقتصاد د پرزېدو پر لوري  روان دی او د دې هېواد د ټولنې خپلمنځي اختلافونه او ناندرۍ ورځ تربلې زياتيږي.

تر ټولو ناوړه اغېزه يې دا ده، چې امريکايي ديموکراسي له ډېرو شکونو سره مخامخ شوې ده. د امريکا په بهر  لکه  افغانستان او عراق کې د امريکايي ديموکراسۍ د جوړولو پروژه د نمونې په توګه نه ، بلکې د خلکو له پراخو شکايتونو او غندنو سره مخامخ ده. د روان کال په جنورۍ کې د امريکا پر کانګرېس بريد وشو او ټولې نړۍ امريکايي ډيموکراسۍ پورې وخندل.

تاريخ هنداره ده. امريکا پخوا په منځني ختيځ کې لسګونه کاله جګړه وکړه، خو په پايله کې يې پوره ماتې وخوړله. اوس دغه هېواد چين تر نظر لاندې راوستلی. د امريکا د بهرنيو چارو پخوانی وزير هېنز الفريډ کيسينګر(Heinz Alfred Kissinger) خبرداری ورکړی، چې له چين سره د امريکې د اړيکو خرابېدل به نه يوازې د دې هيواد بلکې د ټولې نړۍ لپاره به تر ټولو لويه ستونزه جوړه کړي، که دغه ستونزه حل نه شي، نو ټوله نړۍ به زيانمنه شي.  امريکايي سياستوال دې دا خبر تر غور لاندې ونيسي، که امريکا له چين سره تقابل وکړي، نو ايا دغه هېواد به وتوانيږي، چې د خپل ناکام تاريخ د بيا پېښېدو مخه ونيسي او د خپلې بادارۍ د کړنو بده پايله به ومني؟