د چين د کمونېست ګوند د خلکو نيکمرغه ژوند ته ژمن دی
cri2021-05-06 17:07:53
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د خلکو نيکمرغه ژوند ته ژمن دی

د چيند کمونېست ګوند چې د نوم مخفف يې (CPC) ده ، بنسټ يې په ۱۹۲۱ ميلادي کال کې په شانګهای کې کېښودل شو. د چين کمونیست ګوند پر چين واکمن ګوند دی ، چې  په ټوله نړۍ کې تر ټولو ستر سياسي جوړښت بلل کېږي. د کندهار پوهنتون استا‌ذ پوهنيار نذيرجان صديقي د چین د ميډيا ګروپ خبريالې ته په دې اړه داسې وويل چې د چین د کمونېست ګوند د خلکو نيکمرغه ژوند ته ژمن دی.

په تېرو څو لسيزو کې چين چټک پرمختګ موندلی او اوس په نړۍ کې دوهم لوی اقتصاد ګرځېدلی. د ښاغلي صديقي په اند د چين تر لاسه شوي لاسته راوړنې د چين د کمونېست ګوند له رهبرۍ سره تړاو لري او د چين کمونېست ګوند د چين د اقتصاد د غوړېدو لپاره لاره هواره کړې.هغه وويل، دا چې سوسياليزم د غوره چينايي مشخصاتو څخه شمېرل کيږي او  اوس يې په نوې پيړۍ کې قدم اېښودلی دی ؛ تل د خلکو پرمختګ په بهير کې ګډون کول او هم خلکو ته د ښه ژوند هيله درلودل د سوسیاليزم ښکلاوې دي، همدا د دې سبب شوي دي چې د اوسني رئيس شي جين پینګ په مشرۍ واکمن کمونيست ګوند د چين د عصري کولو، چټک اقتصادي پرمختګ او په اقتصادي برخه کې د اصلاحاتو  لړۍ چټکه شوي ده، د ځينو پوهانو په اند، چين د اوسنی نړۍ دويم اقتصادي ځواک دی ؛ خو زما په اند که سمه محاسبه وشي، چين په اوسني وخت کې لومړی اقتصادي ځواک باید وشمېرل شي. دا چې د چين کمونست ګوند پر کمونستې ايډيو لوژۍ ولاړ دی، خو په تېرو لسيزو کې د بدلون له بېلابېلو پړاوونو تېر شوی دی.دغه ګوند د چين په اقتصادي پرمختګ کې نېغ په نېغه لوی لاس لري؛ د چين  له اقتصاد سره د چين کمونيست ګوند، له ۱۹۷۸ کال راپدېخوا هغه څه چې نوموړی ګوند يې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاره بولي، پلې کړې، او د نورې نړۍ د پانګوالو له نظامونو سره يې د راکړې ورکړې او سوداګرۍ پرانيستې تګلاره غوره کړې ده ؛ چې همدا د سوداګرۍ او راکړې ورکړې پرانيستي تګلاره د چين د اقتصاد د غوړېدا او په ځانګړي توګه د چين د چټک اقتصاد ته يې لاره هواره کړيده.

هغه زياته کړه، له يوې خوا که د چين کمونیست ګوند د خپلو پرانیستو او غوره سوداګريزو تګلارو پر مټ په سوداګريز چاپېریال کې ډېر ښه ځلېدلی دی، د بلې خوا د روغتيا په برخه کې هم له چا کم ندی، چې هم يې خپلو خلکو او هم یې خپلو نړېوالو دوستانو ته د کوويډ-۱۹ بدمرغه ويروس په ناورین کې د همکارۍ لاس ورغځولی دی؛ د چين کمونیست ګوند همیشه خپلو خلکو ته لومړیتوب ورکړی او د کوویډ-۱۹ بدمرغه ويروس سره د چين واکمن کمونیست ګوند چټکه او ناپېلې مبارزه ډېره د ستاینې وړ ده. د چين د کمونیست ګوند يو له هغو تګلارو څخه چې ټول چینایان بايد شتمن او سمسور ژوند ولري، خلکو ته د لومړیتوب او مرکزیت ورکولو په اړه د ګوند انکشافي افکار ترې څرګندیږي. د چین واکمن کمونېست ګوند او هم يې مرکزي حکومت د کرونا ناورین پر ضد مبارزه او اقتصادي او ټولنیز انکشافي کارونه پر وخت کنټرول کړل، دغه پر وخت اقدام د دې سبب شو چې د چين د خلکو په اقتصادي وضعيت يې کومه ناوړه اغيزه ونکړه .واکمن کمونیست ګوند هميشه د خلکو ژوند، اقتصاد او روغتیا ته لومړیتوب ورکړی او په دې برخه کې د ټولو ناروغانو لګښتونه هم د حکومت لخوا ورکړل شوي، چې د روغتیا په برخه کې د چين د کمونیست ګوند دغه چټکه او بې پرې مبارزه زه ستایم .

د چين  د کمونېست ګوند د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې په غوره کولو سره په تېرو څو لسيزو کې شاوخوا سل ملیونه چينايان د بې وزلۍ له حالت څخه وتلي دي. په دې هکله استا‌ذ صديقي داسې وويل، د بې وزلۍ ضد مبارزه يوه ستونزمنه او اوږد مهاله پروسه ده، چې له منځه وړل یې زيات وخت ته اړتيا لري، د چين کمونیست ګوند د خلکو نېکمرغه ژوند ته ژمن دی، د بې وزلۍ له مينځه وړلو لپاره متوازن پرمختګ او د ورخلاصون اقتصاد نوي میکانیزم د چين د واکمن ګوند يوه له اساسي تګلارو څخه ده، او همدې اصل ته ژمن پاتې شوی دی. که څه هم د 2019 ميلادي کال په پای کې د کرونا ناورين رامينځته شو خو بيا هم د چين واکمن ګوند او مرکزي حکومت د کرونا د منفي اثراتو ترڅنګ په خپلې قوې ارادې سره په دې وتوانېدو چې په ټاکلي وخت کې بې وزلي له مينځه یوسي او په دې برخه کې تر ډېره بريالی و، او د پام وړ هر اړخيزه نتيجه يې ترلاسه کړي ده. د چين واکمن ګوند د بې وزلۍ له منځه وړلو لپاره پنځه کلن پلان ترتيب کړی و. د همدې پنځه کلن پلان پر مټ د چين واکمن کوند وکولی شو چې له تېرو پنځو کالونو راپدېخوا د بې وزلۍ په کچه کې د پام وړ کموالي راولي او د همدې پلان په برکت له ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې د چين په کلیوالو سیمو کې ۵۰ ميلیونه کسان له بې وزلۍ څخه وتلي چې دا د چين د کمونيست ګوند يوه لويه لاسته راوړنه بولم او پر واقعيتونو باندې باید سترګې پټې نه شي. په راتلونکي کې د چين کمونيست ګوند ته د بې وزلۍ په برخه کې د لا زياتو برياوو هېله کوم.