م م : لږ تر لږه ۱۵۵ ميليونه کسان د غلو له سخت کمښت سره مخ دي
cri2021-05-06 14:53:53
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د خوراکونو او کرنې سازمان، د نړۍ د غلو د پلانونو ادارې او اروپايي ټولنې د مې په ۵مه نېټه په ګډه په ۲۰۲۱م کال کې په نړۍ کې د غلو بحران راپور خپور کړ چې پکې ليکل شوي، چې پروسږ کال لږ تر لږه ۱۵۵ ميليونه کسان د غلو له سخت کمښت سره مخ و، دغه شمېر په تيرو ۵ کلونو کې ډېر لوړ دی.

د غلو سخت کمښت مانا دا ده، په کافي اندازه د غلو نه شتون له امله د انسانانو د ژوندانه پر وړاندې مستقيم خطر دی. د دې راپور سره سم، په دې وروستيو کلونو کې، د کشالو، کرونا وبا او سختې هوا له امله، په نړۍ کې د غلو سخت کمښت د زياتېدو په حال کې دی. پروسږ کال د هغو کسانو شمېر چې د خوړو له سخت کمښت سره مخ و، د ۲۰۱۹م کال په پرتله کابو ۲۰ ميليونه زيات و. (شکريه)