د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د هندي حکومت سر علمي سلاکار ويجايي لجاوان د مې په ۵مه نېټه څرګنده کړه، له دې امله چې کرونا وبا لا تر اوسه په هند کې په چټکۍ سره خپرېږي، په دغه هېواد کې به د دغې وبا ۳مه څپه خامخا راشي.
نوموړي وويل، معلومه نه ده چې کله به ۳مه څپه راشي او پيمانه به يې څرنګه وي، خو بايد چمتوالی ونيسو.
اوس مهال هند د کرونا وبا په ۲مه څپه کې دی.
( سپوږمۍ)