د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د دومينيکن ولسمشر لويس ابيندر د مې په ۵مه نېټه د کرونا وبا ضد د چين سينواک شرکت جوړ واکسين لومړی دوز تزريق کړ. د چين جوړ واکسين څلورمه جوپه په همدې ورځ د دغه هېواد پلازمېنې سن دمينګ ته هم رسېدلې ده.
ولسمشر ابيندر له۱۸کلنۍ نه ټولو پورته عمر لرونکو کسانو څخه غوښتنه وکړه چې د کرونا وبا ضد واکسين وکړي او ژر عادي ژوند اعاده کړي. هغه په دغه هېواد کې د واکسين کولو پر کارونو خوښي څرګنده کړه.
( سپوږمۍ)