د سين هوا اژانس د خبر له مخې، مصر او ترکيې د مې په ۶مه نېټه د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه چې دواړو هېوادونو د خپلمنځي اړيکو د عادي کېدو په پار په قاهره کې دوه ورځنۍ خبرې اترې وکړې.
د دغې اعلاميې له مخې، دغه خبرې اترې د دواړو هېوادونو د خارجه وزارت د مرستيالانو تر ګډې مشرۍ لاندې تر سره شوې. دواړه خواوې به د دغو خبرو اترو د پايلو ارزونه وکړي او د راتلونکو کړنو په اړه به بيا سلامشورې وکړي. دواړو خواوو په يادو خبرو اترو کې په ډاګه او ژوره توګه د ذات البيني اړيکو، ليبيا، سوريې او عراق مسئلو په باره کې بحث وکړ.
( سپوږمۍ)