د شيانو په اخيستلو کې احتياط کول او په کارولو کې يې اسراف نه کول
CRI2021-05-07 15:02:40
شريکول:

د ۲۰۱۹م کال د اپريل په ۲۸مه نېټه، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د بېجينګ د باغوانۍ نړيوال نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ويلي، چې (د شيانو په اخيستلو کې احتياط کول او په کارولو کې يې اسراف نه کول ) يعنې ( 取之有度,用之有节) د ايکولوژيکي تمدن اصل دی.

دغه جمله د چين په يو مشهور تاريخي کتاب کې راغلې چې ( ځه جه تونګ جيان) نومېږي او ۹۰۰ کاله مخکې ليکل شوی. له دغې جملې څخه څرګندېږي چې له لرغونې زمانې راهيسې، چينايان له طعبيت سره د ښې همغږۍ فکر لري.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د چين د يادې دوديزې ايکولوژيک مدني مفکورې له مخې د ايکولوژيک تمدن د پرمختګ مفکوره پيدا کړه چې وايي، پاکې اوبه او شنه غرونه طلايي او نقرايي ارزښت لري، يعنې ( 绿水青山就是金山银山). مانا يې دا ده چې د اقتصاد پرمختګ بايد چاپيريال او طعبيت ته زيانونه ونه رسوي او موږ بايد پر له پسې او دواملرونکي پرمختګ ومومو.