د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د مصرفي توکو لومړی نړيوال نندارتون د مې په ۶مه نېټه د های نان ولايت په مرکز های کو ښار کې پرانيستل شو. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون سياسي بيورو غړي او مرستيال صدر اعظم هو چون هوا د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام يې ولوست.
مرستيال صدر اعظم هو چون هوا څرګنده کړه، دا چې رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ په پيغام کې د ياد نړيوال نندارتون د تر سره کېدو اهميت بيان کړ، نړيوالې ټولنې ته يې د نظريو د تبادلې او همکارۍ وړانديز وکړ، د های نان ازادې سوداګرۍ بندر غوره والی يې څرګند کړ او و يې غوښتل چې له مختلفو خواوو سره لا ښکلې اينده اباده کړي. دغه پيغام به هرومرو د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د موافقو پر رامنځته کېدو او د متقابلو ګټو پر بنسټ د همکارۍ پر ژورتيا ستره اغېزه وکړي.
( سپوږمۍ)