په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۱۵۴۸۱۵۶۰۰ته رسېدلی دی.
CRI2021-05-07 11:30:12
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د مې په ۶مه نېټه د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړه چې د منځنۍ اروپا پر وخت د ۶مې نېټې د مازديګر په ۳ بجو او ۳۹ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۸۴۷۵۳۷ زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۱۵۴۸۱۵۶۰۰ ته رسېدلی او د مړه شويو کسانو شمېر ۱۴۷۷۷ زيات شوی چې عمومي شمېر ۳۲۳۶۱۰۴ ته رسېدلی دی. 

( سپوږمۍ)