د سين هوا اژانس د خبر له مخې، چين د بېجينګ پر وخت د ۲۰۲۱ کال د مې د ۷ مې نېټې په ۲ بجو او ۱۱ دقيقو، د شي چانګ د سپوږمکۍ توغولو له مرکز څخه د CZ-2C راکټ له لارې د ليرې احساس نوې سپوږمکۍ ټاکلي مدار ته په برياليتوب وتوغوله.
دغه سپوږمکۍ به په عمده توګه د برېښنيايي مقناطيسي چاپېريال د څارنې او د اړوندو تخنيکي ازموينې په برخو کې وکارول شي.
(مينه)