د چين فضايي سټېشن به ټولو ته خدمتونه وکړي
CRI2021-06-18 15:04:20
شريکول:

د چين د شن جو ۱۲مه انسان وړونکې فضايي بيړۍ، چې په کې درې ستورمزلي ((فضانوردان)) هم سپاره و، د جون د ۱۷مې نيټې د سهار په ۹بجو په برياليتوب فضا ته وتوغول شوه او د چين په فضايي سټېشن کې د لومړۍ ډلې فضانوردان ځای پر ځای شول. دا د چين فضايي سټېشن د جوړولو په مرحله کې لومړی ځل دی چې فضانوردان فضا ته ولېږدول شول او درې مياشتې به هلته پاتې شي او څېړنې به وکړي.

د زياتو هېوادونو خبري رسنيو د شن جو ۱۲مې انسان وړونکې فضايي بيړۍ په اړه خبري راپورونه ورکړي او ويلي يې دي، چې دا د چين تاريخ جوړونکې دنده وه او فضا ته د رسيدو په برخه کې يې خپل باور او توان ډېر پياوړی کړی دی. د بهرنيو هېوادونو ډېرو وګړو پر ټولنيزو رسنيو چين ته مبارکي ويلې، د دغه هيواد ياد ګام يې ستايلی او د بشر د پرمختګ لپاره يې لوی ګام  بللی دی.

په حقيقت کې دغه انسان وړونکې بيړۍ د چين د فضايي سټېشن د ابادۍ يوه کيليدی برخه ده او ډېر ستر اهميت لري.  د هارډورډ سميتوسيون مرکز د فزيک ادارې کارکوونکې نجومي جوناتان اېم. سي ډوېل ويلي، چې د چين د فضانوردانو هدف په فضا کې د نوي کور ابادول دي. فضا ته د يادې بيړۍ د توغولو دندې په عمده توګه په فضايي سټېشن کې د فضانوردانو د اوږدمهاله مېشتېدنې، په فضايي سټېشن کې د اکسيجن او اوبو د استفادې، فضايي سټېشن ته د اړوندو توکو د ليږلو، له فضايي بيړۍ څخه په بهر کې د فضانوردانو د فعاليتونو عملي کولو په شمول د فضايي سټېشن د ابادۍ او د عادي چارو د روانېدو کيليدي تکنالوژي ده.

د دغو دندو عملي کول به په راتلونکې کې د فضايي سټېشن د ابادۍ او کارونې لپاره ټينګ بنسټ جوړ او تجربې به راغونډې شي. چين به د ټاکلي پلان له مخې په ۲۰۲۲م کال کې په مدار کې د فضايي سټېشن د ابادۍ چارې بشپړې او فضايي لابراتوار به جوړ کړي او ورپسې به دغه فضايي سټېشن د استفادې او پرمختګ پړاو ته داخل شي.

فضا د انسانانو ګډه شتمني ده او هلته د څېړنو په برخه کې نړيوالې همکارۍ ته اړتيا شته. په چين کې فضا ته د انسان وړونکو بيړيو د توغولو پروژې له تطبيق راهيسې دغه هېواد په عمده توګه په خپله نه ستومانه کيدوونکې هلې ځلې کړي او د روسيې، جرمني او فرانسې په شمول د څو هېوادونو د فضانوردۍ ادارو او د ملګرو ملتونو د فضانوردۍ چارو ادارې، د اروپا د فضانوردۍ رياست په شمول له نړيوالو سازمانونو سره همکارۍ کړې دي.

چين پلان لري، چې د فضايي سټېشن د جوړولو له پړاو وروسته د دغه سټېشن د کارونو پراختيا، په فضا کې د ساينس کارونې، فضا ته د چين او نورو هېوادونو د فضانوردانو د ګډو کارونو او د تکنالوژيو د کارولو په شمول ځينو برخو کې نړيوالې همکارۍ پياوړې کړي. چين د دغو کارونو لپاره هر اړخيزې تياريانې نيولې دي. د بېلګې په توګه، دغه هيواد د فضايي سټېشن په مرکزي او ازمويښتي برخو کې داسې معياري تکنالوژي استفاده کړې، چې د بېلا بېلو ډولونو ازمويښتونو تر سره کولو په برخه کې د نړيوالې همکارۍ توان لري. چين اوسمهال د ملګرو ملتونو د فضانوردۍ چارو له ادارې سره همکاري کوي، د اوولسو هېوادونو نهه همکاريز ازمويښتي پلانونه يې ټاکلي او د راتلونکو همکاريو په اړه به راپور خپور کړي.

د چين د فضايي چلند د چارو يو هدف دا دی، چې د دغه هېواد فضايي سټېشن ټولو انسانانو ته خدمتونه وکړي، د ساينس او په اړوندو ساحو کې د تکنالوژيو د نوښت هڅونه وکړي، په فضا کې د څېړنو او په سوله ايزه توګه د فضا د کارونې په چارو کې د بشر لپاره د دغه هېواد خدمتونه برابر کړي.   

اټکل کېږي، چې انسانان به په نژدې راتلونکې کې د چين په فضايي سټېشن کې د چين او نورو هېوادونو د فضانوردانو ګډ کارونه وګوري، دغه راز په فضايي چارو کې د ټولو انسانانو ځيرکتيا به راغونډ او ټولو انسانانو ته به د چين خدمتونه وړاندې شي .