د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د چين پانګونې ډېرې زياتې شوي
cri2021-06-20 14:48:29
شريکول:

 د روان کال له جنورۍ څخه تر مۍ پورې چين د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو پرتو هېوادونو کې د ۷ ميليارډو ۴۳۰ ميليونو ډالرو په ارزښت مستقيمې پانګونې کړي، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۳ اعشاريه ۸ سلنه زياتوالی  ښیي.

دا په ورته موده کې د چين د عمومي پانګونو ۱۷ اعشاريه ۲ سلنه ده، چې د تېر کال په پرتله ۱ اعشاريه ۷ سلنه زياتوالی ښيي. د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو  پرتو هېوادونو کې د چين پانګونې ډېرې زياتې شوي او له دغو هېوادونو سره د نويو لاسليک شويو قراردادونو ارزښت ۴۶ ميليارډو ۴۹۰ ميليونو ډالرو ته رسېدلی دی.