د ایران د اټومي تړون غړي موافقې ته نژدې شوې
cri2021-06-21 10:55:04
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ایران د اټومي تړون ښکېلې غاړو د جون پر شلمه نېټه د اطریش په پلازمینه ویانا کې د خبرو شپږم پړاو پای ته ورساوه. په دغه غونډه کي د اروپايي ټولنې استازي انريک مورا تر مجلس وروسته وویل چې خبرې "یوې موافقې ته نږدې دي."

د ایران اټومي تړون (د مشترک اقدام جامع پلان) د ارتباطاتو کمېټې د سیاسي برخي د عمومي ریاست غونډه په هم دې ورځ ماسپښین په ویانا هوټل کې جوړه شوه چي د اروپایي ټولنې  د بهرنيو عملياتو پروګرام مرستيال منشي انريک مورا يې مشري کوله.  د چین، فرانسې، جرمني، روسیې، بريتانيا او ایران استازو په دې غونډه کې برخه اخیستې وه.

مورا له غونډې وروسته رسنیو ته وویل: "موږ یوې هوکړې ته نژدې یو، خو موخې ته نه یو رسیدلي."

(ليلا)