د چین په دیارلسم هوايي نندارتون کي به ۴۰۰ شرکتونو ګډون وکړي
cri2021-06-21 10:57:00
شريکول:

د چین ۱۳م هوایي نندارتون به د روان کال د سپټمبر له ۲۸مې څخه د اکتوبر تر ۳مې نېټې پورې د جو های ښار په نړیوال هوایي مرکز کې تر سره شی. راپور ورکړل شوی چې تر دې دمه د چین، امريکا، بريتانيا، جرمني، سویډن، سویس، روسیې، کاناډا، برازیل او نورو هیوادونو شاوخوا ۴۰۰ شرکتونو د دوی ګډون تائید کړی او د بوینګ، ایربس، پي آی اې، جي يي او هنی ویل په شمول ډیری مشهور نړیوال شرکتونه به په ياد نندارتون کې ګډون وکړي. د دې هوایی نندارتون عمومي پراخوالی به ۱۰۰ زرو مربع مترو ته ورسیږي.

(ليلا)