قطر: د فوټبال د نړیوال جام ژوندۍ نندارې لپاره د کرونا واکسین شرط دی
cri2021-06-21 10:55:48
شريکول:

د قطر لومړي وزیر او د کورنیو چارو وزیر خالد بن الثاني پر ځايي وخت د جون پر ۲۰مه نېټه څرګنده کړه چې د ۲۰۲۲ کال د قطر فوټبال نړیوال جام په جریان کې به لوبغالي ته د ننوتلو اجازه هغو کسانو ته ور نه کړل شې چې د کرونا وبا واکسین يې نه وي تر لاسه کړی. قطر به د دې هدف لپاره ۱ میليون ډوزه واکسین واخلي او هغه به خوندي کړي، تر څو هغه بهرني مینه وال واکسین کړي چې د نړیوال جام په جریان کې یې په خپل هیواد کې واکسین نه وي بشپړ کړی. خالد وویل چې د قطر د دغه اقدام اصلي هدف د خپلو خلکو روغتیا او امنیت خوندي کول دي.

د قطر نړیوال جام د پیل او پای لوبې به يې د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۲۱مه او د دسمبر په ۱۸مه نېټه تر سره شي. دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې نړیوال جام په منځني ختیځ هیواد کې ترسره کیږي.

(ليلا)