د چين او اروپا ترمنځ اورګاډو تر ۲۰۰ میلیارډه ډالرو ډېر ارزښت لرونکي مالونه لېږدولي
cri2021-06-21 15:44:04
شريکول:

چین او اروپا د ۲۰۱۶ کال د جون پر شلمه نېټه د مالونو د ليږد راليږ لپاره ځانګړې رېلپټلۍ پرانيستې او ځانګړې باروړونکي اورګادي يې ټاکلي دي. تر اوسه پورې دغو باروړنکو اورګاډو ۴۰ زره ځلې تګ راتګ کړی او تر ۲۰۰ ميليارډو ډالرو ډېر ارزښت لرونکي مالونه يې ليږدولي دي.

د چين او اروپا ترمنځ دې ځانګړې رېلپټلۍ ۱۱زره کيلومتره اوږدوالی لري او هره مياشت به یو - دوه باروړونکي اورګاډي پرې تګ راتګ کوي چې د يوه کمربند او يوې لارې پر غاړه پرتو هېوادونو ته يې د چين د مالونو د ليږدولو لپاره ډېرې اسانتياوې برابرې کړې دي.
د روان کال په مۍ کې دغو باروړونکو اورګادو ۱۳۵۷ ځلې تګ راتګ کړی او ليږدول شوي مالونه يې تر تېرې اپريل مياشتې په سلو کې څلويښت سلنه زياتوالی ښودل شوی دی.