په دې وروستيو کې نړيوال بانک اعلان وکړ چې په جنوبي سوډان کې به د غلودانو د بحران او د ملخانو له ناورين سره د مقابلې لپاره دغه هېواد ته ۱۱۶ مليونه امریکايي ډالره ور کړي. دوی پلان لري چې د بزګرانو د توان د پياوړتيا، د کرنيز توليد د ښه والي او د غلودانو د ډاډمنتیا د تأمينولو په شمول د ځينو نويو پروژو په پلي کولو سره له دغه هېواد سره د غلودانو د بحران په کنټرول کي مرسته وکړي.
نړيوال بانک به د کرنيزو مهارتونو د روزلو او د اړوندو کرنيزو چارو د ودې لپاره دغه هېواد ته نور دو شپېته مليونه او پنځه لکه امریکايي ډالره ور کړي.(غاټول(