په امریکا کي د موټرانو د ټکر له امله ۹ ماشومان وژل شوي
cri2021-06-21 14:18:22
شريکول:

د امريکا خبري رسنيو د جون پر ۲۰مه نېټه خبر ورکړ چې د روانې مياشتې پر ۱۹مه نېټه د دغه هېواد  په جنوب کې د الاباما ایالت په بټلر ولسوالۍ کې د انټرسټیټ لویې لارې په اوږدو کې څو موټران ټکر شوی چې له امله یې د ۹ ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان وژل او یو شمیر نور  ټپیان شوي دي.  

د بټلر ولسوالۍ چارواکي وین ګاروک وويل چې وژل شوي ۸ ماشومان  په يو کوچنی بس کې وو. دغه بس د ځورول شوو ماشومانو د ځای پر ځای کولو لپاره په یو ځايي سازمان پورې اړه لري. د یو بل سپورټي موټر د پېښې له امله یو ۲۹ کلن سړی او د ده ۹ میاشتنی لور وژل شوې.