د سومالیا حکومتي ځواکونو د الشباب ډلې ۲۴ وسله وال وژلي
cri2021-06-21 14:17:51
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سومالیا حکومتي ځواکونو د جون پر ۲۰مه نېټه وویل چې دوی د دغه هیواد په سویل کې په یوه پوځي اډه کې د الشباب ډلې۲۴ وسله وال وژلي.

د سومالیا حکومتي ځواکونو په هغه ورځ د یوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د الشباب ډلې وسله والو د روانې مياشتې د ۱۹مې نېټې په شپه پر يادې پوځي اډې درې بریدونه کړي، خو دا ټول د حکومتي ځواکونو له خوا په بریالیتوب سره شنډ شوي دي. د دغه هېواد حکومتي ځواکونو ۲۴ وسله وال وژلي او وسلې یې ځني تر لاسه کړي دي. حکومتي ځواکونه به د سومالیا په مرکزي او سویلي سیمو کې د الشباب وسله والو د له منځه وړلو لپاره عملیاتو ته دوام ورکړي.