د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو خلک په يووالي سره د اقتصاد د چټک پرمختګ په رڼا کې ښه ژوند کوي
CRI2021-07-01 08:42:15
شريکول:

د چين د شينجيانګ اویغور کورواکه سيمه د دغه هيواد ډېره پراخه سيمه ده، چې پراخوالی يې د چين په عمومي مساحت کې يو په شپږمه برخه نيسي. شينجيانګ د چين ډېره مهمه سرحدي سيمه ده، چې د افغانستان، روسيې، پاکستان، قزاقستان، قرغيزستان، تاجکستان، مغوليستان او هند په شمول اتو هېوادونو سره ګډه پوله لري. په شينجيانګ کې د اويغور، قزاق، هوې، مغولي، قرغيز، ازبک او تاجک په شمول د بېلا بېلو قومونو خلک په همغږۍ او نيکمرغۍ ژوند تيروي.

شينجيانګ د ورېښمو لرغونې لارې په اوږدو کې ډېر مهم تمځای پاتې شوی او د اسيا او اروپا ترمنځ د تګ راتګ د پل په توګه بلل کېږي. شينجيانګ افغانستان ته نژدې دی او د دې سيمې چاپيريال د افغانستان له چاپېريال او د خلکو کولتور او دودونه یې د افغانانو له دودونو سره ورته والی لري. شينجيانګ په تېرو څو کلونو کې، د مختلفو قومونو د ګډو کوښښونو په رڼا کې د ټولنې او اقتصاد په بېلا بېلو برخو کې چټک پرمختګ موندلی دی.  

ما په روانې مياشتې کې د شينجيانګ له اورمچي، بورتالا او ئيلي سيمو څخه ليدنه وکړه. دا شينجيانګ ته زما پنځم سفر و. هر ځل چې شينجيانګ تللې يم، د دې سيمې پرمختګ مې له نږدې ليدلی دی.

د شينجيانګ د قورغاس ولسوالۍ يانبلاک کلی (کوره) لرغوني ښارګوټي ته نژدې دی او د سيلانيزو چارو د پرمختګ لپاره ښه شرايط لري. ځايي کليوالو د خپلو دودونو او کولتورونو په غوړولو سره سيلانيزې چارې سمسورې کړې دي.

دوی په خپلو کورونو کې رسټورانټونه او هوټلونه پرانيستلي، سيلانيانو ته د خوندورو قومي خواړو د وړاندې کولو تر څنګ قومي هنري نندارې هم وړاندې کوي. د مالوماتو له مخې هر کال څه باندې ۳۰ زره سيلانيان د دغه کلي سيل کوي او هره کورنۍ له سيلانيزو چارو کابو سل زره يوان کلنې ګټې تر لاسه کوي. څرنګه چې د ځايي کليوالو ژوند ښه شوی، نو اوس د هر کس پر شونډو مسکا ليدل کېږي.

جون مياشت د شينجيانګ په قورغاس ولسوالۍ کې د لاوينډر ګلانو د غوړيدو وخت وي.

په همدې مياشت کې د دغې ولسوالۍ پر کرنيزو ځمکو د بانجني رنګه ګلانو څادر غوړيدلی وي او د ګلانو سمندر په شان ښکاري.

ما د دغې ولسوالۍ په سه ګونګ کلي کې وليدل، چې دغو ښکليو منظرو زيات سيلانيان راجلب کړي دي. ځايي کليوال په پټيو کې دغه ګلان کري او ښې ګټې ترې اخلي او د دغو ګلانو کرکيلې د ځايي خلکو بې وزلي هم غوڅه کړې ده.

د دغې سيمې کرنيزه ځمکه شګلنه ده او کوچنۍ ډبرې لري او په پخوا وختونو کې به د شګلن ځای په نوم ياديده. ځايي خلکو به په پخوا وختونو کې دلته د جوارو او غنمو کرکيله کوله او کمې ګټې به یې ترلاسه کولې، ځکه ښه حاصلات يې نه درلودل.

د سیمې ځايي اوسيدونکو په ۲۰۱۰م کال کې، د اداري حکومت تر لارښوونې لاندې د لاوينډر ګلانو په کرلو پيل کړی او اوس یې ګټې هم زياتې شوې دي. دغه ګلان د هر کال په جون کې غوټۍ پرانيزي او غوړيږي.

د مالوماتو له مخې، اوس د دغه کلي په کرنيزو سيمو کې د لاوينډر ګلانو د کر مساحت څه نا څه څلور زره جريبه ښودل شوی او هره کورنۍ له دغو ګلانو څخه د  کال ۲۵ زره يوان، چې شاوخوا دوه سوه او پنځوس زره افغانۍ کيږي ګټې ترلاسه کوي.

د دې تر څنګ، ځايي حکومت له تصديو سره د ګلانو عطر، تېلو، سابونونو او عطري بالښتونو په شمول صنعتي چارو کې ورسره همکار دی او انلاين دوکانونه يې پرانيستلي دي.

سربېره پر دې ځايي خلکو د لاوينډر ګلانو د سيلانۍ فارم هم جوړ کړی دی. ځايي اوسيدونکي د ګلانو د کرلو، د توليداتو د خرڅلاو، د رسټورانټونو او هوټلونو د پرانيستلو له لارې ګټې ترلاسه کوي. ويل کيږي، چې ځايي خلک د همدغو چارو پر مټ له بې وزلۍ څخه وتلي او د کليوالو سيمو چاپيريال هم ښه شوی دی.

د يانبلاک او سه ګونګ کليو کېسې د شينجيانګ د پرمختګ مثالونه دي. شينجيانګ په پراخې روحیې د نړيوالو دوستانو هر کلی کوي، چې دغې سيمې ته سفر وکړي او له نژدې ځايه يې وګوري، شينجيانګ ښکلی طبيعت، سمسور اقتصاد او مېلمه پاله خلک لري.

چين تر ۲۰۲۰م کال پورې په هرې برخې کې د شتمنې ټولنې د ابادۍ موخې ته رسېدلی دی. د شينجيانګ چټک پېشرفت د چين د پرمختګ يوه مهمه برخه ده. د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو خلکو په يووالي سره د هېواد او ملت د سمسورتيا او د ټولنې او اقتصاد د ابادولو لپاره کوښښونه کړي او ګټې يې ورڅخه اخيستې دي.