د سريلانکا ولسمشر ګوتبايا رجپکسا د جولای په ۲۷ مه نېټه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د چين له سفير چي جن هونګ سره د خبرو پر مهال وويل، چې هغه پخوا د سريلانکايي ځواکونو په مشرۍ د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کړې او اوس د دې هېواد د خلکو په مشرۍ د کرونا وبا پر وړاندې په مبارزې بوخت دی او د دواړو سختو مبارزو مهمې شېبې يې د چين په مرستې تېرې کړې دي، نوموړي له چين څخه مننه وکړه او هيله يې وښودله، چې په خپل هېواد کې يې د چين په مرستې د واکسین تطبيق لړۍ ژر بشپره شي، چيني سېلانيان دغه هېواد ته بيا راشي او د زراعت، کب نيونې او انرژۍ په ګډون په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ لاپياوړې شي.
له سريلانکا سره د چين د کرونا ضد مرستندويه توکي په همدې ورځ په الوتکو کې د سريلانکا کلمبو ته ورسېدل او په دغه هېواد کې د چين لوی سفير او د سريلانکا دولتي چارو وزير د دغو توکو د سپارلو لپاره د کلمبو هوايي ډګر ته ولاړل.