د امريکا خارجه او ښوونې وزارتونو د جولای په ۲۶ مه نېټه د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره د نړیوالو زده کړو اړه د خپلو تګلارو د بدلولو ژمنه وکړه، څو زيات بهرني محصلين او کارپوهان د لوړو زده کړو لپاره دغه هېواد ته لاړ شي.
د امریکايي رسنيو د راپورونو له مخې، دغه اعلاميه چې نوم يې دی (د نړیوالو زده کړو په اړه د امريکا نوې ژمنه)، د ډونالډ ټرمپ د حکومت په موده کې د هغو تګلارو د بدلولو په موخه خپره شوې، کومې چې په ۲۰۱۹ م او ۲۰۲۰م کال کې په دغه هېواد کې د بهرنيو محصلينو د ښوونيز لګښت د لوړېدو او د دوی د کاري فرصتونو د کمېدو سبب شوې دي.