د جولای په ۲۷ مه نېټه د چين په پلازمينه بېجينګ کې د ماشومانو د زېږون تګلارې ملي غونډه ترسره شوه. د دغه هېواد صدراعظم لي که چيانګ دغې غونډې ته په وینا کې وويل، چې نفوس د چيني ملت پر پرمختګ ډېرې اغېزې لري او د چين حکومت د نفوس له بدلون سره سم په نوي قانون کې کورنيو ته اجازه ورکړې، چې کولی شي ۳ ماشومان ولري، څو په دې هېواد کې نفوس په برابره توګه زيات شي او باکيفيته پرمختګ ګړندی شي.