د روغتيا نړيوال سازمان بايد د ډيټريک فورټ بيولوژيکي لابوراتوار پلټنه وکړي
cri2021-07-28 14:38:11
شريکول:

د روغتيا نړيوال سازمان په دې وروستيو ورځو کې يو پلان وړاندې کړی چې د کرونا وبا د سرچينې د لټولو لپاره به د نوي پړاو کارونه پيل کړي، او ويلي يې دي چې د کرونا ويروس ښايي له لابوراتوار څخه انسانانو ته خپور شوی وي. تر دې وروسته له دغه سازمان څخه د نړيوالې ټولنې دغه غوښتنه راپورته شوې چې د امريکا د ډيټريک فورټ بيولوژيکي لابوراتوار پلټنه دې وکړي.

د جولای د ۲۷مې نيټې د مازديګر تر شپږو بجو پورې په انترنېټي نړۍ کې په چين کې د دغې غوښتنې د وړاندې کوونکو شمېر له ۱۴ ميليونو څخه اوښتی دی. روسي خبریال او تاريخپوه ټسارګارډ په دې وروستيو ورځو کې يوه مقاله چې عنوان يې دی ايا د امريکا د ډيټريک فورټ بيولوژیکي لابوراتوار د کرونا وبا سرچينه ده؟) خپره کړه. هغه په دې مقاله کې ليکلي چې واشينګټن غواړي چې د کرونا وبا پړه پر چين واچوي، خو د امريکا په پرتله چين يو ډېر باوری هېواد دی. د فليپین مشهور سیاسي شنونکي هيرمن تيو لاريل هم د يوې مقالې په خپرولو سره له ياد سازمان څخه غوښتنه کړې چې د دغه لابوراتوار پلټنه دې وکړي، او ويلې يې دي چې امريکا تل د دې مسئلې په پلمه پر چين تور لګولی، خو په خپل هېواد کې يې د کرونا وبا په باب شفاف معلومات نه دي ور کړي چې د امريکا دغه کړنه شکونه راپورته کړي دي.

دا يوه مناسبه غوښتنه ده چې نړيواله ټولنه د روغتيا له نړيوال سازمان څخه د امريکا د ډيتريک فورټ بيولوژيکي لابوراتوار پلټنه غواړي. دغه لابوراتوار د امريکا تر ټولو رازساتونکی او تور لابوراتوار ګڼل کيږي.

د ۲۰۱۹ کال په جولای کې په امريکا کې دوه نه منونکې پېښې رامنځته شوې وې: د امریکا پوځ ناڅاپه د ډيتريک فورټ لابوراتوار بند کړ او د دې هېواد په څو ايالتونو کې د بريښنايي سيګريټ د څښلو له امله ځيني وګړي د سږو پر ناروغۍ اخته شوي وو چې نښې نښانې يې د کوويد ۱۹ له ناروغۍ سره يو شان وي. نړيوال ګومان کوي چې ښايي په دغه لابوراتوار کې د ويروسونو د خورېوو پېښه شوې وې. ځکه چې دغه لابوراتوار د چين پر ضد د جاپان د ويروس له څيړنيز پوځ څخه ميراث اخيستي او ګڼ شمېر ویروسونه او ميکروبونه يې پکې ساتلي دي. په دغه لابوراتوار کې  مخکې هم څو ځلې پېښې رامنځته شوې وې.

خو د ډېرو وګړو په اند د امريکا حکومت د دولتي امنيت په پلمه د ياد لابوراتور د بندولو په باب شخصي معلومات نه دي ورکړي. د روغتيا نړيوال سازمان ولی د کرونا وبا پر وړاندې يوازې د چين د وو هان د ويروس لابوراتور پلټنه غواړي او د امريکا د ډيټريک فورټ لابوراتوار پلټنه نه کوي؟ د کرونا وبا انسانانو ته  ډېر زیانونه رسولي دي. نو د دې حالت د بيا رامنځته کېدو د مخنيوي لپاره د کرونا ويروس د سرچينې د لټولو کارونه باید په څو هېوادونو کې تر سره شي.

 دغه کار په چين تر سره شوی. د روغتيا نړيوال سازمان د روان کال د مارچ په پای کې يو ګډ څيړنيز راپور خپور کړ او ويلې يې وو چې هېڅ داسې امکان نه شته چې د کرونا ويروس دې د چين د وو هان له لابوراتوار څخه انسانانو ته خپورشوي وي. خو دغه سازمان ښايي په راتلونکی کې په لابوراتوارونو کې د دغه ويروس د رامنځته کېدو لامل پيدا کولو ته دوام ورکړي، نو تر هر څه لومړی دې د امريکا د ډيټريک فورټ بيولوژيکي لابوراتوار پلټنه وکړي چې دا نه يوازې علمي څيړنه ده بلکې د نړيوالو غوښتنه هم ده.

خو امريکا په دې برخه کې له ياد سازمان سره همکارۍ نه کوي بلکې د کرونا ويروس د سرچينې د لټولو کار ته يې سياسي رنګ ورکړی دی.

د امريکا اوسني حکومت د روان کال له می مياشتې څخه د کرونا ويروس د سرچينې د لټولو کار ته يو ځل بيا سياسي رنګ ورکړی او غواړي چې د کرونا وبا پړه پر چين واچوي. د امريکا لوري د خپلې موخې د تر سره کولو لپاره استخباراتي ادارې ته امر کړی چې باید په راتلونکو ۹۰ ورځو کې د دغه ويروس د سرچينې د لټولو په باب راپور وړاندې کړي او په نړيوالې ټولنې کې يې ګنګوسې جوړې کړې تر څو د روغتيا پر نړيوال سازمان فشارونه واچوي.

خو ګرډه نړۍ په دې برخه کې حقيقتونو ته اړتيا لري او د دغې مسئلې له سياسي کېدو سره مخالفت کوي. د روغتيا نړيوال سازمان بايد د نړيوالو له هيلو سره سم د ډيتريک فورټ د بيولوژيکي لابوراتور په شمول د دې هېواد د څه باندې دوو سوو بيولوژيکي لابوراتوارونو  پلټنه وکړي.