د چين بهرنيو چارو وزارت: چين او امریکا بايد د خبرو له لارې د خپلمنځي سولې او ګډو ګټو لاره ولټوي
cri2021-07-28 13:04:36
شريکول:

د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۲۷ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې چين او امریکا له يوه داسې انتخاب سره مخامخ دي چې خپلمنځي اړيکې کوم لوري ته وګرځوي؟ نوموړي وويل، چې دواړه هېوادونه د نظام، کلتور او د پرمختګ په برخو کې فرق لري، خو د خبرو له لارې د خپلمنځي سولې او ګډو ګټو  لاره پيدا کولی شي.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت معينې وينډي شېرمن د روانې مياشتې له ۲۵ مې تر ۲۶ مې نېټې پورې له چين څخه لېدنه وکړه او د چين د دولتي شورا له غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي او د بهرنیو چارو وزارت معين شيه فنګ سره يې خبرې وکړې.

ښاغلي جاو لي جيان چين ته د وينډي شېرمن د دې سفر په اړه وويل، چې دواړو خواوو په بېلابېلو موضوعاتو ډېرې خبرې کړې او متقابل پوهاوی يې زيات کړی دی. دواړو خواوو خپلمنځي دوامدار تماس ډېر مهم بللی او پدې نظر دي، چې په راتلونکي کې دې زیاتې صميمي خبرې وشي. نوموړي زياته کړه، چې چين له امریکا غواړي، چې په سمه توګه د دغه هېواد پوهاوی وکړي او روښانه تګلارې دې غوره کړي.