چين او مغولستان د کرونا وبا پر وړاندې د ګډې مبارزې اعلاميه خپره کړه
cri2021-07-28 12:56:21
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په ۲۷ مه نېټه د دغه هېواد په تیان جين ښار کې له خپل مغولستاني سيال باتسیتسيګ باتمونخ سره خبرې اترې وکړې او د کرونا وبا پر وړاندې د دواړو هېوادونو د ګډې مبارزې په اړه يې يوه اعلاميه خپره کړه.

ښاغلي وانګ يي له باتمونخ سره دغه خبرې د ډېرو لاسته راوړنو ډکې بللي او ويلي يې دي، چې دواړه خواوې موافقې ته رسېدلي، چې يو د بل د خپلواکۍ، ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا درناوی به کوي د مشرانو راشه درشې ته به دوام ورکوي، د يو کمربند او يوې لارې او د ورشو لارې په نوم د دواړو هېوادونو طرحې به وصل کړي، د ملګرو ملتونو او نورو څو اړخيزو ارګانونو په چوکاټونو کې به خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د يواړخيزم د مخنيوي، د څواړخيزم د ملاتړ او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره به ګډې هڅې وکړي.