د افغانستان د ۱۴۰۰ کال د کانکور ازموینې له عمومي اول نمره سلګۍ باران سره مرکه
CRI2021-08-27 18:15:24
شريکول:

د افغانستان د سږ کال د کانکور ازموینې عمومي اول نمره سلګۍ باران ده چې له ۳۶۰ نمرو څخه یې ۳۵۲ نمرې اخیستي دي. نوموړې د چين نړيوالې راډيو له خبريال سره په مرکه کې وايي، له کوچنیوالي راهیسې یې له لیک او لوست سره مینه درلوده او له همدې کبله یې وکولی شوای چې د خپلو هڅو او کوښښونو په مرسته دغه مقام خپل کړي. سلګۍ باران له نورو  نجونو هم غواړي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او دغه راز پر خپلو مشرانو غږ کوي چې د نجونو او ښځينه وو د زده کړې لپاره زمینه برابره کړي. هغه زیاتوي: «د افغانستان ټولې نجونې باید خپلو زده کړو ته مخه کړي، ځکه یوازې د تعلیم له لارې له نورې نړۍ سره سیال کېدای شو. له مشرانو هم غوښتنه کوم چې نجونو او ښځینه وو ته د زده کړې زمینه برابره کړي».