د چاودنو ټپيان شوي کسان: امريکايي ځواکونو په ډزو زياتو عامو خلکو ته مرګژوبله اړولې
cri2021-08-30 10:01:56
شريکول:

د اګست د ۲۶مې نېټې په شپه د کابل هوايي ډګر ته نژدې پر له پسې دوه بمي چاودنې وشوې چې له امله يې له سلو ډېرو کسانو ته مرګژوبله واوښته. د چين ميډيا ګروپ خبريالان د روانې مياشتې په ۲۹مه نېټه روغتونونو ته لاړل او هلته يې د يادو دوو چاودنو له امله له ټپيان شويو کسانو څخه مرکې کړې دي. دوی وايي چې امريکايي سرتېرو تر چاودنو وروسته پر عامو خلکو ډزې وکړې او زیاتو ولسي وګړو ته مرګژوبله واړوله. د دې تر څنګ امريکايي ځواکونو تر چاودونو وروسته هوايي ډګر ته غځېدلې لارې وتړلې چې له دې امله هم ځيني ټپيان پر وخت و نه لېږدول شول او پر لارې مړه شول. 

( سپوږمۍ)