امريکا بايد د اقليمي بدلون په هکله له چين سره د همکاريو ښه زمينه برابره کړي
cri2021-09-07 15:29:46
شريکول:

د اقليمي بدلون په هکله د امريکا د ولسمشر ځانګړي استازي جان کيري په دې وروستيو ورځو کې له چين څخه ليدنه پای ته ورسوله. د دغو لويديځو خبري رسنيو ويلي چې د نوموړي په ياد سفر کې هېڅ پرمختګ نه تر سترګو کيږي. د ده د سفر تر ټولو لويه لاسته راوړنه يې دا ښودلې  چې له اوسنۍ ستونزې څخه د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د وتلو لارې چارې يې پيدا کړې دي.

دا چې امريکا له يوې مودې راهيسې امريکا د چين په کورنيو چارو کې د لاسوهنې او د چين ګټو ته د زيان رسولو لپاره يو لړ ناسمې تګلارې غوره کړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې اوس له سختو ستونزو سره مخ دي. جان کيري په تېرو شپږو میاشتو کې دوه ځله له چين څخه ليدنه وکړه او د ده ليدنې د دواړو هېوادونو د اړيکو لپاره تر سره شوې دي او د نړې پاملرنه يې راجلب کړې ده. د اقليمي بدلون په هکله د چين ځانګړي استازي شي جن هوا له جان کيري سره ملاقات وکړ او څو تنو لوړ پوړيو چيني چارواکو ور سره ويډيويي خبرې وکړې. دواړو خواوو له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې د خپلمنځي همکاريو، د م م د اقليمي بدلون د چوکاټي تړون د لاسليکوونکو د ۲۶مې غونډې په هکله د نظريو تبادلې وکړې.

له يادې کتنې څخه ښکاري چې که څه هم د چين او امريکا ترمنځ اړيکې ستونزمن پړاو ته داخلې شوي، خو له اقليمي بدلون سره  مقابله ښايي د دوه اړخيزو همکاريو يوه مهمه برخه وي. چين او امريکا په دې برخه کې بېلې هيلې لري. جان کيري هيله ښودلې چې چين د شنو خونو ګازو د خپريدا اندازې د کمښت سرعت چټک کړي، خو چين له واشينګټن څخه غوښتنه کوي ، د کاربون د خپرېدو زياتې اندازې د کمښت پلان اعلان کړي او پرمختيايي هېوادونو ته دې لازياتې پيسې برابرې کړي او د پاکو انرژيو د تخنيکونو د تر لاسه کولو لپاره ور سره مرسته وکړي.

ټولو ته معالومه ده چې پرمختلليو هېوادونو په دوو سوو کلونو کې د صنعتي کېدو په بهير کې کاربن روج ته رسولی، خو چين دغه چاره په پنځوسو کلونو کې تر سره کړې ده.

له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د چين او امريکا ترمنځ همکارۍ بايد د پاريس تړون پر بنسټ ولاړې وي. چين د بېلا بېلو هېوادونو د پرمختګ او انتخاب حق ته درناوی کوي، خو نور هېوادونه دې هم بايد په دې برخه کې چين ته درناوی ولري. که امريکا غواړي چې له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره له چين سره د خپل منځي همکاريو په باب سلا مشورې وکړي، نو بايد پر ياد ټکي ښه غوره وکړي. د دې ترڅنګ امريکا بايد پر دې هم ښه پوه شي چې له اقليمي بدلون سره د مقابلې همکارۍ د چين او امريکا ترمنځ له اړيکو سره تړاو لري.د سينګاپور د لیانهه ځاو باو ورځپاڼې د يوې تبصرې په خپرولو سره ويلي چې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د خرابېدو په حال کې اقليمي موضوع د چين او امريکا ترمنځ د همکاريو رڼا ده، خو د دغې همکارۍ د مخکنيو شرايطو په هکله د دواړو خواوو ترمنځ د نظريو توپيرونه د يادې همکارۍ پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ بلل کيږي.

ولې په دې وروستيو کلونو کې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې خرابې شوې دي؟ لوی لامل يي دا دی چې امريکا د چين په اړه غلطه ستراتيژي غوره کړې ده. د چين چارواکو دغه هېواد څخه د جان کيري د يادې ليدنې په هکله ویلي چې که امريکا له چين سره د اړيکو د ښه والي لپاره تدبيرونه ونه نيسي، له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ به ښې پايلې ونه لري. امريکا بايد له خپلې هغې کړنې څخه لاس واخلي چې چين د ځان دښمن او ګواښ بولي او په ګرده نړۍ کې يې د چين مخنيوی کړی دی.

امريکایي چارواکي دې په منطق او استدلال خبرې وکړي او د دواړو خواوو ترمنځ د همکاريو خنډونه دې لېری کړي.