د چين د خدمتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون لاسته راوړنې
cri2021-09-08 14:33:14
شريکول:

په بېجينګ کې د چين د ۲۰۲۱م کال د خدمتي سوداګرۍ شپږ ورځنی نړيوال نندارتون د سپتمبر په اوومه نېټه پای ته ورسيد. د ابتدايي شمېرنې له مخې د همدې ورځې د مازديګر په څلورو بجو په دغه نندارتون کې ۱۶۷۲ مادي لاسته راوړنې تر لاسه شوي، چې شمېر او معاملوي ارزښت يې د تېرې دورې په پرتله زياتوالی ښيي.

د چين د خدمتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون د نړۍ په خدمتي سوداګرۍ کې د تر ټولو لوی نندارتون په توګه د نړيوالو تصديو لپاره قيمتي پرمختيايي فرصتونه برابر کړي دي. له دغه  نندارتون څخه د ډيجيټلي خدمتونو، سیلانيزو چارو، پولي چارو او تخنيکونو او روغتيا په برخو کې د خدمتي سوداګرۍ ښه راتلونکی او د چين د بازار خوځنده ځواک او پرمختيایي امکانات څرګنديږي. دا د نړيوالو تصديو لپاره د سوداګرۍ داسې فرصت دی، چې دوی ور ته خورا اړتيا لري.

د ايټاليې د اېم ډبليو ایي (MWI) مشورتي شرکت په عمده توګه د ژمنيو لوبو توکي توليدوي او خپل خدمتونه برابروي. د دغه شرکت استازي سيموني ستورلا وويل، چې د چين د خدمتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون د ګډون کوونکو تصديو او مشتريانو ترمنځ د نظريو تبادلې ښه فرصتونه برابر کړي دي.

 نوموړی وايي، چې له ژمنيو لوبو سره د نندارچيانو مینه یې احساس کړې او په راتلونکې کې به د چين په بازار کې لا زياته پانګه واچوي.

د دې ترڅنګ دغه نندارتون د ډيجيټلي سوداګرۍ په شمول د سوداګريز موډل د ښودلو او د سوداګريز بحران پر وړاندې د مقابلې په موخه د لارو چارو د لټولو لپاره هم يو مهم ډګر برابر کړی دی.

تېر کال د کرونا وبا له خپرېدو له امله نړيوال خدمتي سوداګريز ارزښت شاوخوا شل سلنه کم ښودل شوی دی، خو ډيجيټلي خدمتي سوداګري بیا زياته شوې او د خدمتي سوداګرۍ د راتلونکي پرمختګ لپاره يې ښه زمينه برابره کړې ده، نو ځکه د خدمتي سوداګرۍ په سږني نړيوال نندارتون کې د ډيجيټلي خدمت ځانګړې غرفه ځای پر ځای شوې وه.

دغه نندارتون په انلاين او اف لاين ډول تر سره شو، چې دا د ډيجيټلي خدمت يوه بېلګه ده. په چين کې د ډيلوټي شرکت عمومي مديرې يانګ اينګ وايي، چې کرونا وبا لا هم نه ده کنټرول شوې او د خلکو تګ راتګ هم له ستونزو سره مخ دی، نو دغو حالاتو ته په کتو، ياد نندارتون د ډيجيټلي تخنيکونو په وسيله تر سره شو او نړيوالو تصديوته به سوداګريز فرصتونه پيدا او د کرونا وبا منفي اغيزې به کمې کړي. دغه نندارتون د ډيجيټلي اقتصاد، انټرنيتي او ځيرک کېدو پر لور ښه نښه ورکړې او ډېر امکانات يې ښکاره کړي دي.

سربېره پر‌دې د چين د خدمتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون يو پرانيستی ډګر هم ګڼل کيږي ،چې موخه يې د سوداګريزو فرصتونو د پيدا کولو لپاره له پرمختيایي هېوادونو سره مرستې او د نړيوالې اقتصادي نابرابرۍ کمښت دی. سږني نندارتون د فليپين، کمبوډيا او ازربايجان په شمول د ډېرو پرمختیايي هېوادونو تصدۍ او شرکتونه راجلب کړې دي. د دغه نندارتون تشکيلاتي کميټې د څو هېوادونو لپاره ځانګړی فعالیتونه تر سره او نړيوالو ته یې د دوی توليدات او خدمتونه برابر کړي دي.

دغه ټکی هم دېر مهم دی، چې دغه نندارتون نړۍ ته د چين د لا ورخلاصون نښه ورکړې او دا به د نړيوال اقتصاد د بيا احيا لپاره ډېر زيات خوځنده ځواک راپورته کړي. چين د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې د خدمتي سوداګرۍ د پرمختيایي فرصتونو د شريکولو او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا په شمول څلور تدبيرونه اعلان کړي، چې دا د نړيوالو د خوښۍ او خوشحالۍ سبب ګرځيدلي دي.

که څه هم د چین د خدمتي سوداګرۍ سږنی نړيوال نندراتون پای ته رسيدلی، خو چين به نړيوالو ته خپله دروازه نوره هم خلاصه پرېږدي او له نورو هېوادونو سره  به د همکاريو پربنسټ د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره ګډې هڅې وکړي.