امريکا لاهم د افغانستان ثبات زیانموي
CRI2021-09-10 14:33:26
شريکول:

افغانستان او پاکستان د شلمې پيړۍ له اوومې لسيزې راهيسې، تل د نړیوالو "جهادي" لابراتوارونو په توګه پاتې شوي دي.

بهرنيو ځواکمنو هېوادونو د تېرې پيړۍ له اتمې لسيزې راهيسې، په يادو دوو هيوادونو کې خپلو ملاتړو ډلو ته دوامدارې پانګې برابرې کړي او په منځ کې یې د سعودي عربستان، پاکستان، امريکا او بريتانيا استخباراتي ادارو مرکزي رول لوبولی دی. پوښتنه دا ده، چې په دغې سيمې کې ولې داسې حالات رامنځته کيږي؟

عمده لامل يې دا دی، چې يو شمېر هېوادونو د پخواني شوروي اتحاد او چین پر وړاندې د مبارزې لپاره مذهبي افراطیت او بنسټپاله ډلې ټپلې ورزولې او ویې کارولې.

د امريکا په مشرۍ ناټو په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د مادي پرمختګ لپاره هېڅ مرسته نه ده کړې، خو برعکس د دوی جنګ هلته د بشردوستۍ د ناورینونو لامل شوی او لسګونه زره عام وګړي پکې وژل شوي دي او امريکا يې مسؤلیت پرغاړه لري. سر بیره پردې، ځینو بهرنيو ځواکونو د چین په شينجیانګ کې د ترهګریزو پېښو د رامنځته کولو لپاره د لږ شمیر ترهګرو په ګمارلو او روزلو کې افغانستان هم کارولی دی. د امريکا د دفاع پخواني وزير جیمز نورمن ماټیس په ۲۰۱۸م کال کې په ډاګه وویل، چې د امريکا اصلي دښمن او د امريکا ترټولو لويه اندیښنه ترهګري نه ده، بلکې چین او روسیه دي. څو کاله وروسته، د دغه هېواد ولسمشر جو بایډن هم په خپله وینا کې دا نظر تائید کړ.

نړيوال په دې اند دي، چې له افغانستان څخه د امريکايي سرتېريو د وتلو پروسه ډېره ګډوډه او ناکامه وه، خو برعکس امريکا د خپلو سرتېريو د ځای پر ځای کولو د معقولیت لپاره درواغو ته دوام ورکړی دی.

د امريکا ولسمشر جو بايډن په افغانستان کې د داعش له خراسان ډلې د غچ اخیستو خبره کړې ده او په دې وروستیو کې يې پر افغانستان د بې پیلوټه الوتکو بمبارۍ وکړې، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ډېر عام وګړي ووژل شول.

سربیره پردې، د لوېدیځو هېوادونو ځینو سیاستوالو ويلي، چې اروپا او امريکا د ترهګرو له ګواښ او بریدونو سره مخ دي، نو ځکه يې د داعش ډلې پر ضد نړیوال اتحاد رامنځته کړی دی.

 د لوېدیځو هېوادونو د دغو کړنو له لاسه موږ يو ځل بيا د یوویشتمې پیړۍ په پيل کې د ترهګرۍ پر ضد د نه ختمیدونکې جګړې دمخه کړکېچنه فضا تجربه کوو او بل هېڅ رول نه شي درلودلی.

په حقیقت کې، د لوېدیځو هېوادونو لخوا اعلان شوي اهداف د دوی اصلي او مهم اهداف نه دي، بلکې دوی په دغو رسمي بيانونو غواړي، چې خپلې هغه ستراتیژیکې ګټې او د حاکمیت تګلارې پټې کړي، چې د ایران په ګوښه ساتلو او د چین د پرمختګ پر مخنيوي باندې متمرکزې دي.

 له همدې امله امريکا د افغانستان بې ثباتۍ ته لمن وهي او دغه هيواد يې ناامنه کړی دی. دا د حیرانتیا خبره نه ده، چې د امريکا سرتېريو د کابل د هوایي ډګر د بمبارۍ پرمهال په عامو وګړو ډزې کړې دي.

افغانستان او د سیمې نور هېوادونه پوی شوي، چې چین په نړۍ کې ترټولو باوري هېواد دی. د افغانستان په اوسني وضعیت کې له لويو بدلونونو وروسته، چین څو ځلې ویلي، چې "هغه څه چې موږ یې کولی شو او اوس به یې کوو، مونږ به د افغانانو هیلو او انتخاب ته درناوی وکړو، ترڅو په افغانستان کې ژر تر ژره جګړه پای ته ورسېږي، د هر ډول ترهګرۍ مخنيوی وشي او په دغه هيواد کې سوله رامنځته شي. د چين د يو کمربند او يوې لارې وړانديز به د دې سیمې د بیارغونې په پروسه کې مهم رول ولوبوي.