د روغتيا نړيوال سازمان چارواکی: د کرونا نوې بڼې د کرونا ضد واکسين اغېز ګواښي
cri2021-09-12 15:35:11
شريکول:

د امريکا د جانس هاپکينز پوهنتون د تازه شمېرنې له مخې، د سپټمبر د ۱۲مې نېټې د سهار تر ۱۱ بجو پورې په ګرده نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۲۲۴ ميليونه او ۲۳۱ زره او ۷۴۴ تنو ته او د دې ويروس له امله د مړو شویو شمېر  ۴ ميليونه ۶۲۴ زره او  ۴۱۷  تنو ته رسېدلی دی.

د روغتيا نړیوال سازمان د اروپايي چارو څانګې رئيس کروګ ويلي، چې د کرونا نوې بڼې  دا هیله له منځه وړي ، چې کرونا وبا ښيي د انسانانو بدني معافیت له منځه یوسي. برسيره پردې د کرونا نويو بڼو د کرونا ضد واکسين هم ډېر ګواښلی دی. هغه زياته کړې، چې کرونا ويروس ښايي د ډېرو کلونو لپاره موجود وي او روغتيايي چارواکي او متخصصين بايد فکر وکړي، چې د کرونا ضد واکسين د تطبيق لړۍ څنګه اصلاح کړي.