شيو ګوی شيانګ: د ايغور ځانګړې محکمه عدلي نه، بلکې جعلي سازمان دی
cri2021-09-12 14:40:38
شريکول:

د چين د شينجيانګ ايغور کورواکې سيمې چارواکي شيو ګوه شيانګ په بېجينګ کې د شينجيانګ په اړه مطبوعاتي غونډه کې ويلي، چې د ايغور ځانګړې محکمه عدلي نه، بلکې جعلي سازمان دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې دغه محکمه د ”ايغور نړيوال کانګريس“نومي سازمان په مالي مرسته جوړه شوې، کوم چې د چين د جلا غوښتونکو لخوا په جرمني کې جوړ شوی او د امريکا له استخباراتي ادارې سره نږدې اړيکې لري او هدف يې د چين په کورنيو چارو کې مداخله کول دي.

په بريټانيا کې د چين لوی سفير چنګ ځه ګوانګ په دغه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې يادې محکمې د چين جلا غوښتونکي ګمارلي، چې ځيني يې د کارپوهانو رول پکې لوبوي او په ځانګړې ډول پر چين د تور لګولو لپاره جعلي شواهد جوړوي.

ښاغلي شيو ګوه شيانګ وويل، چې دغو کسانو شينجيانګ ته هيڅ  سفر نه دی کړی او د شينجيانګ په اړه رښتيني معلومات نه لري، خو دوی د جعلي راپورونو له مخې د شينجيانګ پر چارو نيوکې کوي او پر چين بېځایه تورونه لګوي.

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د روان کال د جولای پر ۱۴مه نېټه د شينجيانګ د بېلابېلو قومونو د حقونو په اړه سپين کتاب خپور کړ او د ډېرو ارقامو او شواهدو په ښودلو سره يې د شينجيانګ د تېر ۷۰ کلن پرمختګ په اړه معلومات ورکړي دي.