انټونيو ګوټریس: له افغانستان سره بشري مرستې کول د نړیوالو لومړيتوب دی
cri2021-09-12 12:22:06
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريس د ملګرو ملتونو په مقر کې په يوه مطبوعاتي غونډه کې ويلي، چې له افغانستان سره بشري مرستې کول د نړیوالو لومړيتوب دی او په افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران د مخنيوي لپاره دې زياتې هڅې وشي. هغه زياته کړې، چې ملګري ملتونه افغانانو ته د بشري مرستو د برابرولو په برخه کې مهم رول لوبولی شي.

هغه د افغانستان د اقتصاد په اړه ويلي، د افغانستان اقتصادي بحران د هر لوري له ګټو سره سمون نه لري، نړيواله ټولنه بايد د اقتصادي مصيبت د مخنيوي لار ومومي. که اقتصاد ثابت نه وي، نو ممکنه ده چې ترهګر به له خراب اقتصادي وضعيت څخه ناوړه ګټه واخلي.

نوموړي په خپلو خبرو کې له طالبانو سره تماس نيول اړين بللی او ويلي يې دي، چې بېلابېل هېوادونه کولی شي له بېلابېلو اغېزمنو لارو له طالبانو سره اړېکې ولري.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د تېر کال د سپټمبر پر ۱۵ مه  ۲۵۴۳ م پرېکړه ليک تصويب کړ، چې له مخې یې په افغانستان کې د يوناما د ماموريت موده د روان سپټمبر  تر ۱۷مې نېټې پورې غځولی دی.