شي جين پينګ: که چین او امريکا یو له بل سره مقابله وکړي، دواړه هېوادونه او نړۍ به زیانمنه شي
cri2021-09-12 14:52:05
شريکول:

د چین دولت رئيس شي جین پینګ د سپټمبر د ۱۰مې نېټې په سهار د امريکا له ولسمشر جو بایډن سره ټلیفوني خبرې وکړې. دواړو خواوو د چین او امريکا د اړېکو او د دوه اړخیزو اندیښنو اړوندو مسئلو په اړه نظرونه تبادله کړل. دا په روان کال کې دوهم ځل دی، چې رئيس شي جین پینګ د امريکا له ولسمشر جو بایډن سره ټلیفوني خبرې کوي. رئيس شي په تلیفوني خبرو کې وويل، چې چین د نړۍ ترټولو لوی پرمختيايي هېواد او امریکا د نړۍ تر ټولو لوی پرمختللی هېواد دی. ایا چین او امريکا کولی شي چې خپلې اړیکې په ښه توګه اداره کړي؟ دا يوه ډېره مهمه پوښتنه ده چې دواړه هېوادونه باید ښه ځواب ورکړي او دا د نړۍ په راتلونکي او برخلیک پورې اړه لري.

د بايډن حکومت د واک تر لاسه کولو په پيل کې، نړیوالې ټولنې تمه درلوده، چې هغه به د چین او امریکا ترمنځ اړیکې ښې کړي. بایډن په ۱۹۷۹م کال کې د امريکا د کانګرس لخوا د لومړي پلاوي د غړي په توګه، په لومړي ځل چین ته ولاړ. هغه په ​​یوه داخلي وینا کې وویل، چې د چین پرمختګ د امريکا په ګټه دی. بایډن په ۲۰۱۱م کال کې بیا له چین څخه لیدنه وکړه. له هغې وروسته بایډن په امریکایي رسنیو کې يوه مقاله خپره کړې او په کې ليکل شوي وو، چې د چین پرمختګ، فرصتونه او سیالۍ راوړي، او امريکا کولی شي پدې سیاليو کې وده ومومي. بایډن د چين د کرهڼيزې جنترۍ د روان کال په لومړۍ ورځ له شي جين پينګ سره په ټليفوني خبرو کې چینایانو ته د نوي کال مبارکي هم ورکړه. خو وروسته له دې، چې بایډن واک ترلاسه کړ، د چین او امريکا اړیکې خرابې شوې.

د چين د فو دان پوهنتون د امريکا په اړه د څېړنيز مرکز مدير وو شين بوه وويل، چې امريکا د چین پر وړاندې لوی ستراتیژیک غلط فکر کړی. امريکا چین ته د خپل اصلي ستراتیژیک سیال په توګه ګوري، او احساس کوي هغه څه، چې چین یې کوي د امريکا پر خلاف دي، د امريکا د مشرتابه موقعیت کمزوری کوي، او غواړي پر نړیوال نظم واکمني وکړي.

رئيس شي جين پينګ د ټلیفوني خبرو په پیل کې د چین او امريکا اړیکو د ښه والي لپاره خبر ورکړ، چې چین او امريکا ښايي د ځینو مسئلو په اړه مختلف نظرونه ولري، خو مهم ټکی دا دی: چې دواړه هېوادونه بايد یو بل ته درناوی وکړي او له يو بل سره مساوي چلند وکړي.

د ټلیفوني خبرو په جریان کې، رئيس شي جین پینګ یادونه وکړه، چې اوس مهال نړیواله ټولنه له ډېرو ګډو ستونزو سره مخ ده. چین او امريکا باید مسؤلیتونه په غاړه واخلي، ترڅو د دواړو هېوادونو اړیکې بیرته د باثباته پرمختګ سمې لارې ته وګرځوي او د دواړو هېوادونو خلکو ته ښه ګټه ورسوي.

رئيس شي جين پينګ له بايډن سره په دې تازه تليفوني خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې که چین او امريکا یو له بل سره مقابله وکړي، دواړه هېوادونه او نړۍ به زیانمنه شي.