وانګ يي: د ترهګرۍ ضد مبارزه کې بايد دوه ګوني معیارونه و نه نيول شي
cri2021-09-13 10:51:13
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د کمبوډيا په پلازمينه پنوم پنه کې د دغه هېواد له مرستيال لومړي وزير او خارجه وزير پراک سوکهون سره کتلي او ګډه  خبري ناسته يې ترسره کړې ده. 

وانګ يي د خبريال هغې پوښتنې ته چې وايي، د سپتمبر د ۱۱مې نېټې پېښې تر شلو کلونو وروسته، نن ورځ ترهګري لا هم نړيوالې سولې او پرمختګ ته سخت ګواښونه رسوي، چين د ترهګرۍ ضد د نړيوالې مبارزې پر اوسني وضعیت څه نظر لري؟ ځواب ورکړ او و يې ويل چې ترهګري د انسانانو ګډ دوښمن دی. په تېرو ۲۰ کلونو کې واقعيتونو دا تائيده کړې چې د ترهګرۍ ضد مبارزه بايد له پيل نه په ټينګه اراده وشي او بنسټونه يې بايد له منځه يووړل شي، نړيواله ټولنه بايد اوږه په اوږه کوښښونه وکړي، څو له ګردې نړۍ څخه د ترهګرۍ لمن ټوله شي. که د ترهګرۍ ضد مبارزه کې انتخابي نظريې او عملونه غوره کېږي، نو نتيجه به يې هرومرو منفي او ناکامېږي، که د ترهګرۍ پر وړاندې دوه ګوني معیارونه غوره کېږي، نو دا له نړيوالو اصولو سره هم سمون نه لري. (هیله)