د چين د بشري حقونو عملي پلان د نړۍ د بشري حقونو يوه ښه بېلګه ده
CRI2021-09-14 20:12:18
شريکول:

د چين د دولتي شورا د مطبوعاتو دفتر د سپتمبر پر څوارلسمه نېټه په يوه خبري ناسته کې له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۵ کاله پورې د چين د بشري حقونو عملي پلان په باب معلومات وړاندې کړل. د ياد دفتر د بشري حقونو چارو ادارې د تبليغاتو څانګې مشر او پلټونکي لي شياو جون وويل، چې په دغه پلان کې دوه سوه موخې او دندې شاملې دي او ور څخه د بشري حقونو د تيوري،بشري حقونو ته د درناوي او د دغو حقونو د تضمين په برخو کې د چين نظام، په دې برخه کې د چين پرمختیايي لوری، ځانګړتياوې او غوره والی ښکاريږي.

هغه په خپلو خبرو کې دې ته په اشارې سره ويلي، چې د چين د بشري حقونو عملي پلان د نړۍ د بشري حقونو يوه ښه بېلګه ده. دغه راز په نړۍ کې څه باندې شپېتو هېوادونو د بشري حقونو همدغه عملي پلانونه جوړ کړي، خو يوازې چين، اندونيزیا او مکسيکو په پر له پسې توګه څلور پړاویز پلانونه طرح کړي دي.

له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۵ کاله پورې د چين د بشري حقونو عملي پلان د روان کال د سپتمبر په نهمه نېټه خپور شوی دی.