امريکا بايد د جګړو د رېښې پيدا کولو پلټنه ومني
cri2021-09-14 15:27:18
شريکول:

د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن د سپتمبر په ۱۳مه او ۱۴مه له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په تړاو کانګرس ته وربللی شوی او هلته يې د ګواهۍ اورېدو په غونډې کې ګډون کړی و. د امريکا رسنيو ويلي و، چې بلينکن بايد له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ډېرې چټکې ايستنې ستره پړه پر غاړه واخلي او اټکل یې کړی و، چې هغه به په ياده غونډه کې له يو لړ پوښتنو سره مخ شي.

ويل کېږي، چې دغه غونډه يوه داسې کړکۍ ده، چې په نړۍ کې د امريکا لخوا د جګړو د راپارېدو، د امريکې زورواکي او د دغه هيواد تش په نوم ديموکراسي او پر نورو هيوادونو د خپل تپلي پلان ناکامي پکې ارزول کيږي.

امريکا څه باندې ۲۴۰ کلن تاريخ لري، خو تر اوسه یې څه دپاسه ۲۰۰ جګړې راپارولي او يا يې پکې ګډون کړی دی. په دې کې هیڅ شک نشته، چې امريکا په نړۍ کې د جګړې تر ټولو لویه مينواله ده. دغه هيواد د خپلې زورواکۍ د ساتلو لپاره څو څو ځلې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې پوځي مداخلې کړي، د خپلې خوښې ارزښتونه يې پر نورو تپلي او حتی د نورو هېوادونو قدرتونه يې را پرځولي دي او دغې کړنې يې ښکاري، چې پر پوځي عملياتو ډېر باور لرل د امريکې د زورواکۍ يوه څرګنده ځانګړتيا ده.

امريکا د جګړو راپارولو تر شا اقتصادي ګټې لري. د فليپين ولسمشر رودريګو دوتيرتي په ۲۰۱۹م کال کې خپله وينا کې په اشارې ويلي، چې امريکا دایمي جګړې غواړي او د جګړو ښکيلې خواوې له امريکې څخه الوتکې، پوځي بېړۍ او نورې وسيلې اخلي او که جګړې پای ته ورسېږي، نو په امريکا کې به ګڼ شمېر کسان بې روزګاره شي. د دوتيرتي دغه وينا واقعي حالات په ډاګه کوي.

امريکې په تېرو شلو کلونو کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې جګړې را وپارولې او په ترڅ کې يې د دې هېواد نظامي صنعتي تصديو ډېرې ګټې تر لاسه کړې دي. د روسيې د ستراتيژيک کلتور صندوق ويبپاڼې د تېر اګيست په پای کې ((د افغانستان په جګړه کې چا ګټې واخېستې)) په عنوان یوه مقاله خپره کړه او په اشارې يې ويلي، چې د امريکا د امنيتي تګلارو د اصلاحاتو څېړنيز مرکز په نوم فکري ارګان لخوا خپور شوی نوملړ ښيي، چې په تېرو شلو کلونو کې د امريکا پنځو لويو نظامي صنعتي شرکتونو لوکيډ مارتین شرکت( Lockheed Martin Space Systems Company)، ريتيون کمپنۍ ( Raytheon Company)، جينرال ډيناميکس (General Dynamics)، بوعين شرکت او نارتروپ ګرومن (Northrop Grumman) عموماً ۲ زره او شل ميليارډه ډالره ګټې تر لاسه کړې دي. په دغه مقاله کې زياته شوې، چې د افغانستان په جګړه کې رامنځته شوې ګټې يوازې د يادو امريکايي شرکتونو د ګټو يوه کوچنې برخه ده. دا د دې ښودنه کوي، چې امريکا پر پوځي عملياتو ډېر زيات باور لري او په ترڅ کې يې د ګڼ شمېر ګټو تر لاسته کولو وروسته بيا دغه پيسې د جګړې د را پارولو په موخه لګوي، نو ځکه د امريکې نظامي لګښت ډېر زيات دی.

يوه شمېره ښيي، چې په ۲۰۲۰م کال کې د امريکې نظامي لګښت ۷۷۸ ميليارډو ډالرو ته رسېده، چې دا د ګردې نړۍ  په عمومي نظامي لګښت کې ۳۹ سلنه نيسي. امريکې د خپل  نظامي لګښت پر مټ په ګرده نړۍ کې خپله زورواکي ساتلې او پر له پسې جګړې او نښتې يې رامنځته کړې دي.

په عين وخت کې امريکې پخپله خوښه د نورو هېوادونو نظامونه را ړنګ کړي او بیا یې د خپلې خوښې نظامونه پکې جوړ کړي، چې ځايي وګړيو ته يې سخت زيانونه رسولي دي. اوس په افغانستان او عراق کې د امريکې تش په نوم ديموکراسي نه ليدل کېږي، يوازې د حالاتو ترينګلتيا، بېوزلي او وروسته پاتې والی تر سترګو کيږي. امريکا بايد د جګړې د رېښې پلټنه ومني او بیا به نړيوال د بلينکن ځوابونه واوري.