د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي د اسرائيل له صدراعظم نفتلي بينت سره وکتل
cri2021-09-14 11:37:25
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي د سپتمبر په ۱۳مه نېټه په شرم الشېخ کې د اسرائيل له صدراعظم نفتلي بينت سره وکتل، دواړو خواوو د خپلمنځي اړيکو او د فلسطين او اسرائيلو تر منځ د حالاتو په باب بحثونه کړي دي.

السيسي له بينت سره په ليدنه کې ويلي، چې د دواړو هېوادونو لايحه او اړوند نړيوال موافقه ليکونه په منځني ختيځ کې د سولې د رامنځته کېدو بنسټ دی او مصر د دغې سيمې د هر اړخيزې سولې په غرض له هر ډول کوښښونو ملاتړ کوي. نړيواله ټولنه بايد د اردن سيند د لوېديځې غاړې او غزې سيمې د خړپړو حالاتو د ښه والي لپاره د مصر له هڅو ملاتړ وکړي او فلسطين او اسرائيل دې سړه سينه وساتي. (شکريه)