د م.م سرمنشي له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې له افغانستان سره مرسته وکړي
cri2021-09-14 11:36:36
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس د سپتمبر په ۱۳مه نېټه په ژنيو کې وويل، چې دا وېره او شونتيا شته، چې د افغانستان اقتصاد مخ پر ځوړ روان شي او پرځېږي، نو نړيواله ټولنه دې له دغه هېواد سره مرسته وکړي.

نوموړي په همدې ورځ د افغانستان د بشري حالاتو په باب لوړپوړي غونډه کې وويل، چې اوس په افغانستان کې د عامو خدمتونو سيستم د سقوط په حال کې دی، يو پر درې افغانان له لوږۍ سره مخامخ دي او ښايي ګڼ شمېر وګړي د سپتمبر له پای مخکې خوراکي توکي و نه لري. افغانانو ته د حبوباتو او بنسټيزو طبي خدمتونو د برابرولو لپاره د م.م او د بشري حقوقو د ساتنې سيستم هڅې روانې دي. (شکريه)