په ژنيو کې د م.م په مقر او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي چن شيو د افغانستان د بشري حالاتو په لوړپوړې غونډه کې ګډون وکړ
cri2021-09-14 11:35:50
شريکول:

د افغانستان د بشري حالاتو په باب د وزيرانو په کچه لوړپوړې غونډه د سپتمبر په ۱۳مه نېټه په ژنيو کې تر سره شوه، د م.م سرمنشي انتونيو ګوټريس د دې غونډې مشري پر غاړه درلوده، د امريکا، روسيې، بريتانيا، فرانسې، جرمني، جاپان، پاکستان او ايران په ګډون د کابو ۹۰ هېوادونو او ۳۰ نړيوالو سازمانونو استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و. په ژنيو کې د م.م په مقر او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي او لوی سفير چن شيو هم په دغه غونډه برخه درلوده او وينا يې وکړه.

چن شيو په دې غونډه کې وويل، چې چين د افغانستان د ګاونډي هېواد په توګه تل د دغه هېواد حاکميت او د خاورو تماميت ته درناوی کړی او د دغه هېواد په کورنيو چارو کې پر نه لاسوهنې ټينګار کوي او ټولو افغانانو سره ښې اړيکې او دوستانه تګلاره غواړي. چين به دغه هېواد ته د ۲۰۰ ميليونو ژن مين بي يوانو په ارزښت بيړنۍ مرسته برابره کړي، چې پکې حبوبات، ژمني توکي، د کرونا وبا ضد واکسين او مالونه، بيړني طبي توکي او درمل شامل دي. ۳ ميليونه ډوزه واکسين به په وړيا ډول دغه هېواد ته برابر کړي. چين به د افغانستان هيلې او اړتياوو ته د درناوي پر بنسټ تر وسې پورې د دغه هېواد د بيا ابادۍ او اقتصادي پرمختګ د هڅونې په برخه کې رول ولوبوي.

نوموړي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې نړيواله ټولنه دې له افغانستان سره مرسته زياته او پراخه کړي. (شکريه)