د امريکا سناتورانو له خارجه وزير بلينکن څخه وغوښتل، چې له خپلې دندې څخه ګوښه شي
cri2021-09-15 14:48:57
شريکول:

د امريکا خارجه وزير انتوني بلينکن د سپتمبر په ۱۳مه او ۱۴مه نېټه د سنامجلس د ډيپلوماتيکو اړيکو د کميټې د ګواهۍ اورېدلو په غونډه کې ګډون وکړ، د جمهوريت غوښتونکی ګوند غړو او د ولسمشر جو بايډن د ملګرو په شمول د ديموکرات ګوند ځينو غړو پر نوموړي پړه اچولې، چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د اوباسلو تګلاره يې له نيمګړتياوو څخه ډکه ده.

بلينکن وويل، چې دا د امريکايي چارواکو له اټکل څخه وتلې چاره وه، چې طالبانو ډېر ژر ټول افغانستان ونيوه او د امريکا تر ملاتړ لاندې ( افغان امنيتي ځواکونه ) يوازې ۱۱ ورځو کې وپرځېدل. هغه زياته کړه، د امريکا حکومت دغه نيت درلود، چې ( افغان امنيتي ځواکونه ) د افغانستان د لويو ښارونو د ساتنې پلان جوړ کړي، خو دغه پلان يې نه و بشپړ کړی.

د امريکا د سنامجلس د ډيپلوماتيکو اړيکو کميټې رئيس ميننديز خبرداری ورکړ، چې دفاع وزير او نور چارواکي دې شواهد وړاندې کړي، له دې مخکې، د جمهوريت غوښتونکی ګوند يو شمېر غړو له ولسمشر جو بايډن، مرستيالې ولسمشرې پاتريک هاريس او خارجه وزير انتوني بلينکن څخه غوښتي وو، چې نيمګړتياوو له امله له خپلو دندو څخه استعفا دې وکړي. (شکريه)