د امريکا ظلمونه به د افغانستان او نړۍ په تاريخونو کې ثبت شي
cri2021-09-15 10:48:14
شريکول:

د سپتمبر د يوولسمې نېټې تر پېښې وروسته، امريکا د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم پر افغانستان يرغل وکړ او اشغال يې کړ، خو په افغانستان کې يې خپله پوځي مداخله ازاد عمليات بلل او ژمنه يې کړې وه، چې د افغانانو لپاره به يوه ازاده او ديموکراتيکه ټولنه جوړه کړي. امريکا په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد شل کاله وجنګېده، خو له حقیقتونو ښکاري، چې په افغانستان کې يې نظامي او سياسي ماتې وخوړله.

د افغانستان د ننګرهار ولايت طالب وياند ناصرخان شيرزي په دې وروستيو ورځو کې د چين ميډيا ګروپ له خبريالې سره په مرکې کې وويل، چې امريکا او ناټو په افغانستان کې مات شوي دي.

کله چې په امريکا کې د سپتمبر ۱۱مه نېټه پېښه وشوه، امريکا په افغانستان حمله وکړه او خپل نظامي ځواکونه يې افغان خاورې ته داخل کړل. دوی په دې هېواد کې شاوخوا ۲۰ کاله جګړه وکړه او دا د امريکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کيږي. ښاغلي شيرزي په افغانستان کې د امريکا د ناکمېدو د يادونې په ترڅ کې وويل، چې امريکا په افغان جګړه کې شاوخوا ۲ ټريليونه ډالره لګښت وکړ او نور لګښت يې هم کيده، چې بلاخره دوی له طالبانو سره خبرو ته چمتو شول او د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹مه نېټه يې په دوحه کې له طالبانو سره يو تړون لاسليک کړ، تر څو له افغانستانه ووځي. امريکايي ځواکونه څو اوونۍ وړاندې د ياد تړون مطابق له افغانستانه په بشپړه توګه ووتل او امريکا په افغانستان کې نظامي او سياسي ماتې وخوړله. په نړۍ کې د امريکا او د ناټو د غړو هېوادونو ارزښت نن سبا له دوو توتانو هم کم شوی او هغه وېره چې له دوی به نورو هېوادونو لرله، ختمه شوې ده. امريکا تل غوښتل، چې يو ازاد او ديموکراتيک افغانستان جوړ کړي، خو دوی د افغانستان د تاريخ او کلتور په باب معلومات نه درلودل او حتی ځايي کلتور يې هم له پامه غورځولی و، نو ځکه وايو چې امريکا او ناټو په افغانستان کې مات شوي دي.

ولې امريکا په افغانستان کې دومره اوږده جګړه وکړه؟ ايا د امريکا موخه يوازې د ترهګرۍ ضد مبارزه وه؟ امريکا په ۲۰۱۱م کال اساما بن لادن وواژه، خو بیا يې هم په افغانستان کې خپلې پوځي مداخلې ته ادامه ورکړې وه، نو د امريکا رښتيني موخه او دسيسه څه وه؟

 ښاغلي شيرزي دغې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې په افغانستان کې د امريکا د نظامي مداخلې موخې ډېرې وې، نړۍ ته يې د ترهګرو له منځه وړل، د قاچاق مخنيوی او نړيوال امنيت خونديتوب يادولو، خو دوی دلته نورې پټې موخې لرلې، چې ځيني يې دې وروستيو کې ښکاره شوې دي، يوه موخه يې د افغانستان معدنيانو قاچاق کول وو، بله موخه يې د افغانستان شمالي ولايتونو ناامنه کول او همداراز چين او روسيې ته ګواښ پېښول وو، چې اوس دغه موخې نشي ترسره کولی.

امريکا  په پر له پسې توګه دولتي ترهګريز عمليات تر سره کړي او په افغانستان کې يې پوځي مداخلې افغانانو ته ډېر زيانونه رسولي دي. ښاغلي شيرزي ملکيانو ته د مرګژوبلې او د يادو زيانونو په هکله وويل، چې د امريکا پوځي مداخلې افغانان بې کوره کړل، فقر سره يې مخامخ کړل، په خپلو کې يې سره په ډلو ووېشل او ډېرې ککرۍ يې تر خاورې لاندې کړلې، مور يې بې اولاده او مېرمن بې خاونده کړله، چې د امريکا دا ظلمونه به د افغانستان او نړۍ په تاريخونو کې ثبت شي.

امريکا اوس له افغانستان څخه خپل ځواکونه ايستلي او افغانستان نوي پړاو ته داخل شوی دی. هغه د افغانستان د بيارغونې په بهير کې د چين د رول د يادونې په ترڅ کې وويل، چې امريکا اوس له افغانستانه وتلې او افغانان د نورو هېوادونو ترڅنګ چين ته هم سترګې اړوي او فکر کوي، چې دا هېواد به د افغانانو لاسنيوی وکړي، خپلې دوامدارې مرستې او همکارۍ به ورسره وساتي او همدا شان د چين او افغانستان سوداګريزې اړيکې او دوستي به دوام ومومي.