د اويغور تش په نوم ځانګړې محکمې د ګواهۍ اورېدلو دوهم بهير د تروريزم ضد برياليتوبونه تر پښو لاندې کړي
cri2021-09-15 15:13:27
شريکول:

د اويغور تش په نوم ځانګړې محکمې د ګواهۍ اورېدلو دوهم بهير د سپتمبر په ۱۳مه نېټه په بریتانیا کې پای ته ورسېد. د مالوماتو له مخې، دغه محکمه په بريتانيا کې د يوه شخصي شرکت په حيث ملکي ډله بلل کېږي او د اويغور ځوانانو نړيوال کانګرس نومي سازمان (THE WORLD UYGUR YOUTH CONGRESS) په مالي مرستې جوړه شوې ده.

د اويغور ځوانانو نړيوال کانګرس نومي سازمان د ختيځ ترکستان له ډلې او د ختيځ ترکستان له اسلامي غورځنګ سره اړيکې لري او په شينجينګ کې يې تروريستي او جلا غوښتونکي پېښې تر سره کوي. د اويغور ځوانانو نړيوال کانګريس نومي سازمان د امريکا د دولتي ديموکرات صندوق (NED) په مرستې جوړ شوی دی.

له ۲۰۱۶م کال څخه راهيسې، NED د ياد سازمان په ګډون د ختيځ ترکستان ځينو سازمانونو سره خپلې مرستې زياتې کړي او د شينجيانګ د خپلواکۍ پلان يې تر ټولو لويه پيسې برابرونکې خوا ګڼل کېږي.

له يادو حقيقتونو څخه ښکاري، چې د اويغور تش په نوم ځانګړې محکمې رښتينې موخه د چين تجزيه کول دي.

د چين حکومت د خلکو ژوند او شتمنیو د ساتلو لپاره په شينجيانګ کې د تروريزم د له منځه وړلو اغېزمن اقدامات غوره کړي او په دغه جريان کې يې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. بريتانوي مدافع وکيل او د دريفرنډم نړيوالې محکمې غړي ګراهم پيري په دې وروستيو کې په اشارې ويلي، چې په شينجيانګ کې توکم وژنې نه شته، ځکه موږ تر اوسه د اويغور هيڅ يو کډوال نه دی ليدلی او په شينجيانګ کې د توکم وژنې هيڅ شواهد شتون نه لري. (شکريه)