د چين د څوارلسمې دورې ملي لوبې به نن شپه په شي ان ښار کې پيل شي.
د چين د ساينس اکاډمۍ غړي او د سارس او کرونا ويروس پر وړاندې د مبارزې لارښوونکي او د تنفسي ناروغيو کارپوه جونګ نان شان دوه شپېته کاله دمخه د چين د لومړۍ دورې په ملي لوبو کې ګډون وکړ او هغه مهال يې د ۴۰۰ مترو په پرخوالي د ځغاستۍ په سيالۍ کې ريکاډ جوړ کړی و.
جونګ نان شان په ۱۹۵۸ کال کې د بېجينګ په طبي پوهنځي کې زده کړې کولې او لوبو کې يې ډېر ښه مهارت درلود او همغه مهال يې د چين د لومړۍ دورې په ملي لوبو کې ګډون وکړ او ريکاډ يې جوړ کړ.
نوموړی وروسته په طبي چارو کې بوخت شو، خو د سپورټ خاص مينوال دی.
جونګ نان شان اوس څه باندې اتيا کلن دی، خو لا هم پر سپورټ ټينګار کوي.
(غاټول)