د دو نان علاقه داري له يو کوچني کلي څخه د اسيا د ګلانو تجارت په مرکز بدله شوې
cri2021-09-15 15:22:12
شريکول:

د چين د يون نان ولايت په کون مينګ ښار کې بې شمېره رنګارنګ ګلونه ليدل کيږي. د دغه ښار د دو نان علاقه داري د تېرې پيړۍ له ۸مې لسيزې څخه راپدېخوا، يعنې د ۳۰ کلونو په تيرېدو سره د اسيا د ګلانو تجارت مرکز ګرځېدلی دی.

اوس په دغه علاقه دارۍ کې د جوانګ ديې په نوم د اسيا د ګلانو تر ټولو لوی بازار شته، چې مساحت يې ۴۳ هکتاره ښودل شوی دی.

اوس د دو نان علاقه دارۍ کې د ګلانو ۳۰۰۰ شرکتونه او دوکانونه شتون لري چې خاوندانو د ګل پلورنې نوې انلاين لاره جوړه کړې ده. د ۲۰۲۱م کال په لومړۍ نيمايي کې، له دغه بازار څخه ۳ ميليارډه او ۱۰۰ ميليونه ګلونه خرڅ شوي دي. (شکريه)