د امريکا د فوربیس مجلې ويبپاڼې د سپتمبر په يوولسمه نېټه يوه مقاله خپره کړې چې عنوان يې دی د بهرنيو پانګونو د راجلبولو په برخه کې د چين او امريکا ترمنځ توپيرونه موجود دي.
په دې مقاله کې راغلي چې تش په نوم لويديځ ديموکراتيک هېوادونه د بهرنیو پانګونو د راجلبولو په برخه کې د چين په پرتله زيات غوره والی نه لري. چين په ۱۹۷۸ کال کې د ورخلاصون او اصلاحاتو تګلاره غوره کړې او له هغه وخت راهيسې يې اقتصاد زيات پرمختګ موندلی چې عمده لامل يې د چين له سمې اقتصادي تګلارې سره تړاو لري.(غاټول)