امريکا ممکن له بريتانيا او آسټرالیا سره هم خيانت وکړي
cri2021-09-19 11:30:55
شريکول:

فرانسه پلان  درلود، چې د سپتمبر پر۱۷مه له امريکا سره په ګډه د چيساپيک خليج د سمندري جګړې ۲۴۰مه کلیزه ولمانځي، خو یوه ورځ د مخه، امريکا، بريتانيا او آسټرالیا ناڅاپه د هند او ارام سمندر سيمې د امنیتي اتحاد د جوړولو اعلان وکړ او له چین سره د مقابلې په هدف د اټومي اوبتل د ټېکنالوژۍ شریکولو او تولید تړون یې لاسلیک کړ.  په دې توګه د فرانسې او آسټرالیا ترمنځ لاسلیک شوی د اوبتل تړون نافذ نه شو. فرانسې په غوسه د لمانځنې ټاکل شوی فعاليت لغوه کړ.

ځینې  شنونکي وايي، امريکا د ملګرو او سولې په پرتله پیسې او جګړې غوره کړې. د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون وويل، چې هغه په ​​شا کې وهل شوی  دی. ۲۴۰ کاله دمخه د چیساپیک خلیج جګړه د امریکا په انقلاب کې يوه کيلیدي جګړه وه. په هغه وخت کې د فرانسې پوځ د بريتانيا پوځ سمندري اکمالات قطع کړل او په پای کې بريتانيا  امريکايي او فرانسوي ایتلافي ځواکونو ته تسلیم شو او امريکا ته يې خپلواکي راوړه، خو اوس امريکا  غواړي د فرانسې په څېر له ملګري سره خیانت وکړي.

له ډېرو کلونو راهيسې، امريکا په پراخه کچه په پټه توګه اروپایي سیاستوال څارلي، د کرونا وبا تر رامنځته کېدو وروسته د اروپایي هېوادونو د وبا ضد توکي يې بند کړي او له افغانستان څخه د خپلو سرتېريو د ایستلو پر مهال یې ملګري هېوادونه له پامه غورځولي دي. امريکا واقعاً خپلو ملګرو ته زیان اړولی. امريکا ته د لومړيتوب ورکولو تر فکر لاندې، دغه هېواد د سیاسي ګټو د لټولو لپاره خپل ملګري د وسیلې په توګه  کارولي، چې دا د امريکا لخوا د جوړ شوي اتحاد  سیسټم د ضعیف کېدو لامل شوی.

امريکا غواړي له بریتانیا او آسټرالیا سره يو ځای د چین ضد يو اتحاد جوړ کړي، خو په حقیقت کې، د دوی ترمنځ توپیرونه ډېر زيات دي. د مثال په توګه، د امريکا د بوینګ شرکت او د فرانسې ایربس شرکت د تېرې پېړۍ له ۹مې لسيزې راهيسې د الوتکو د تولیدي بازار لپاره سیالي کوي. د امريکا حکومت د خپلو شرکتونو د ملاتړ لپاره د بريتانيا په ګډون اروپایي هېوادونو باندې له ۱۷ کلونو څخه ډېر وخت لپاره اضافي ماليات لګولي دي. د نړیوالو اړیکو په برخه کې د بریتانیا تحلیل کوونکي ټام فوډي یوځل وويل، چې اروپا ته اصلي ګواښ له واشنګټن څخه راځي.

د امريکا او آسټرالیا ترمنځ د ګټو لانجه هم شتون لري. د تېر کال په جون کې، د آسټرالیا او چين ترمنځ سوداګريزې اړيکې خرابې شوې. امريکا په هغه مهال چین ته د آسټرالیا صادراتي سپارښتنه غلا  کړه، آسټرالیا په دې اړه بدبخته  ده. د آسټرالیا د خبرو اترو وېبپاڼې په دې وروستيو ورځو کې د يوې مقالې په خپرولو سره وویل، چې امريکا تل هغه کارونه کوي، چې آسټرالیا ته زیانونه رسوي، دا به یوه غلطی وي چې له چين سره مقابله وکړي.